د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د قبایلۍ سیمو اصلاحاتو په اړه یې د ګوند دریځ ته ناسمه بڼه ورکړل شوې ده. نوموړي وویل، چې له نورو وړاندیزونو سره سره دې د اصلاحاتو په باب د قبایلي ولس رایې معلومولو لپاره باید روڼه او شفاف ټولپوښتنه (ریفرېنډم) وشي. هغه دا هم وویل چې تر څو قبایلي ولس په خپلو کورونو کې نه وي پرځای شوی، اصلاحات هېڅ معنا نه لري. د مشال راډيو خبریال خالد خان راپور
اخترمېنګل وويل چې وفاقي حکومت ټولې ګټې پنجاب ته وړل غواړي او پښتانه دوه ځله دوکه کړل شوي دي ځکه چې مسئله د لارې نه بلکې د اختيار ده بايد مرکزي حکومت تر ټولو وړاندې ټولو صوبو ته يو رنګ اختيار ورکړي.
ديني عالم مولانا غازي محمد کمال وايي، اسلام شرخوښوونکی نه خوښوي او د سولې درس ورکوي. نوموړی زياتوي چې اسلام هيڅکله د بل انسان د حق خوړلو او هغه ته د سر او مال د زيان رسولو اجازه نه ورکوي.
يو شمېر افغان کارپوهان او د ولسي جرګې غړي وايي، د افغانستان، امریکا او هند د اړیکو نېږدې کېدو پاکستان اړ کړ چې په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولي او د افغانستان سره د مرستو ژمنه اعلان کړي.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر اڅکزی وايي. سپریم کورټ ته پکار ده چې په کوټه کې د اتم اګست ځانمرګي برید د پېښې پلټنه د پاکستان سرحدی عسکرو له مشره وکړه ځکه چې د کوټې ښار امنیت ذمه واري د ده په لاس کې ده. له کوټې د ایوب ترین راپور
د فاټا ځوانانو او زده کوونکیو ويلي چې د دوی مشران او ملکان دې پرې يو نوی جنګ نه تپي بلکې له روانې جګړې او ستونزو دې یې راوباسي. دغو ځوانانو د سېشنبې مازيګر په ډېره اسماعيل خان کې يوه غونډه وکړه او ویې ويل چې د دوی لومړيتوب د خپلو سیمو ستونزې هوارول دي. په دې اړه نور حال د مشال راډیو خبريال سېلاب مسود راکوي.
د قبايلي سيمو د ممکنه اييني حیثيت بدلولو په اړه د فاټا اصلاحاتي کميټۍ پر راپور په قامي اسمبلۍ کې بحث روان دی. پر راپور چې څومره خبرې کېږي هم دومره يې نوي نوي اړخونه رابرسېره کېږي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د راپور په هم دغو ښه اړخونو او نېمګرتياوو د پارليمان له غړيو او کارپوه سره خبرې شوي دي. له خيبر او اورکزو ايجنسيانو د قامي اسمبلۍ غړي حاجي شاه جي ګل اپريدی، غازي ګلاب جمال او په پېښور کې د حکومت دارۍ او ولسي احتساب په اړه د يوې غير حکومتي څېړنيزې ادارې سنټر فار ګورننس اينډ پپلک اکونټېبلېټي مشر انور جمال يوسفزی د بحث ميلمانه دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
جان کېري وویل، نړیواله ټولنه په برسلز کې یوځل بیا د دې لپاره راټوله شوې ده او دا هوډ کوي چې موږ به کله هم افغانستان یوازې نه پرېږدو
د قبايلي سيمو د ممکنه اييني حیثيت بدلولو په اړه د فاټا اصلاحاتي کميټۍ له لورې جوړ شوی راپور د بحث لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوی دی. تر اوسه په شويو بحثونو کې د قبايلي سيمو د قامي اسمبلۍ ټولو غړيو ويناوي کړي دي. خو دا چې نور غړي او سياسي ګوندونو په دې بحث کې څومره دلچسپي اخلي؟ عبدالحي کاکړ په دې اړه دا راپور جوړ کړی دی.
پر دې موقع د ياد ګوند مشرانو وويل چې مرکزي حکومت بايد د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د بدلون نه ډډه وکړي او په دغه منصوبه کې ټولو صوبو ته یو شان برخه ورکړي.
د پاکستان په سېنټ کې د کاشغر – ګوادر د اقتصادي لارې په اړه د جوړې شوې کمېټۍ مشر سنېټر تاج حېدر وايي ، که مغربي لاره نشته نو د دې پر ضد خو به خامخا احتجاج کېږي. که وي نو حکومت یې باید په ډاګه کړي.
د پاکستان سپریم کورټ د بلوچستان حکومت له لوري په کوټه کې د اتم اګست ځانمرګي برید پرپېښه پرپورته کړل شویو ګامونو خپګان ښودلی او پولیسو ته یې امر کړی د هغو وکیلانو بیانونه دې واخیستل شي چې د پېښې مهال په سیویل هسپتال کې موجود ول. له کوټې د ایوب ترین راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته