د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېري: موږ به خپل افغان دوستان کله پرېنږدو


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري

جان کېري وویل، نړیواله ټولنه په برسلز کې یوځل بیا د دې لپاره راټوله شوې ده او دا هوډ کوي چې موږ به کله هم افغانستان یوازې نه پرېږدو

په چارشنبه د اکتوبر پر پنځمه نېټه په برسلز کې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې غونډې په دویم ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري په خپله وینا کې وویل، د افغانستان بیا-رغونې لپاره جوړې نړیوالې ټلوالې په دغه هېواد کې د پام وړ پرمختګونه راوړي دي.

"پنځلس کاله وړاندې چې مو خپل ځواکونه سره را-یوځای کړل نو سړی باور نشي کولای چې هغه مهال افغانستان تر څومره کړاوونو تېرېدلو. له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې پر بچیانو د میندو مړینې شرح ۷۵ فیصده راټیټه شوې ده. د ژوند اوسطا شرح له ۴۲ کلونو و ۶۲ کلونو ته لوړه شوې ده. بینادي طبي اسانیتاو ته لاسرسۍ له نهه فیصدو څخه ۶۷ فیصدو ته ختلی دي. په ۲۰۰۱م کال په افغانستان کې تش یو سرکاري ټېلیویزن سټېشن وو. اوس هلته ۷۲ ټي وي سټېشنونه دي. هم هغه مهال هلته موبایل فون هېڅ نه وو. او اوس ۱۸ میلیونه موبایل فونونه دي چې د افغانستان ۹۰ فیصده هستوګنیزه سیمه یې له نورې نړۍ سره نښلولې ده. "

جان کېري د افغانستان لپاره د نړیوالو بسپنه ورکوونکیو غونډې ته وویل، که په تاسو کې یوڅوک شکمن وي چې نن دوی هلته [افغانستان] پر کوم ځای ولاړ دي؟

"تش څو کاله وړاندې مو [امریکا] په افغانستان کې ۱۴۰،۰۰۰ (یو لاک څلوېښت زره) سرتېري ول چې اوس یې شمېر ۱۰،۰۰۰ )لس زرو) ته راټیټ شوی دی او موږ هلته تش یوڅو کاله ولو. اندازه ولګوئ؟ نن د افغانستان پوځ، یو لاک نیوي زره (۱۹۰،۰۰۰) ځواکونه لري، پولیس ځواک یې له یو لاک شپېته زره (۱۶۰،۰۰) تر درې لاکه شل زره ( ۳۲۰،۰۰۰) پورې سرتېري لري. د خپل اوسني استعداد له مخې یې هر جګړییز یرغل پر شا تمبولی دی او استعدادونه او وړتیاوې یې لاپسې غوړېږي. "

جان کېري په خپله وینا کې له افغان طالبانو غوښتي چې د پخواني افغان جنګسالار [ګلبدین حکمتیار] وروستي مثال ته په کتو له کابل حکومت سره د سولې تړون وکړي

نوموړي وویل چې د طالبانو پیل کړې جګړې د ختمولو لپاره یوه باعزته لار شتون لري. د ده په خبره دا شخړه د جنګ په مېدان نه شي ګټل کېدلای.

(زه یې یو واري بیا وایم چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو موخه په غوښتنو او په پرله پسې یاغیتوب نه شي ترلاسه کېدلای. دا به یوازې په سوله راځي.)

هغه وویل تېره میاشت د حزب اسلامي ‌وسله والې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره د سولې تړون د دوی په وړاندی یو مثال دی.

کېري وویل د طالبانو لپاره د جګړې ختمولو او استحکام باوريکولو یوازنۍ لار د سولې تړون دی.

جان کېري وویل، "طالبان او ملګري دې یې په دې تمه نه کښېني چې موږ به له افغانستان ووځو ..... همدا هغه یو مهم پیغام دی چې دوی یې باید واوري. دا هغه پیغام دی چې خبرو ته تکیه ورکوي، دا هغه پیغام دی چې ولس پر خپل سوله ییز راتلونکې باور پوخ کړي. د همدې لپاره موږ دلته یوځل بیا راټول شوي یو. موږ به خپل افغان دوستان کله پرېنږدو.

په دا ورستیو کلونو کې پر لاسته راوړنو هېڅ شک نشته، خو نازک اړخونه هم لري. موږ ټول یو مسولیت لرو چې هلته مثبت بدلونونه جاري وساتو چې پاخه او مستقل شي. یوه بله خبره تاسو ته په ډاډ کوم چې ان د امریکا تر ولسمشریزه ټاکنو وروسته به هم د واشنګټن نوې اداره له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي او د نن غوندې به راتلونکې اداره به هم له خپلو نویو ژمنو سره پر دغ دریځ ولاړه وي. او زموږ ورستۍ ژمنه هم دا ده چې موږ دا هوډ کوو چې له افغانستان سره خپله سترتیژیکه همکاري نوره ټینګوو. او د امریکا له کانګرس سره پر دې کار کوو چې له افغانستان سره په اوسنۍ او په نژدې مناسبه کچه تر ۲۰۲۰ مه کاله خپلې ولسي مرستې جاري وساتي.

برسلز غونډه
برسلز غونډه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG