د پښتونخوا ولسي تحريک او د چين اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا د مختلفو ګوندونو اتحاد کورېډور فرنټ مشر ډاکټر سيد عالم مسود د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان هغه اعلان ستايلی چې د منصوبه بندۍ وفاقی وزير احسن اقبال رابلل شوې غونډه کې به ګډون نه کوي. د ټولو سياسي ګوندونو دغه غونډه د اکتوبر په اتلسمه په پېښور کې رابلل شوې ده. اسفتدیار ولي خان ويلي چې پر دې مسله له نواز شريف پرته له بل چا سره ليدل نه غواړي خو سيد عالم مسود بيا د دې هم مخالفت کوي. نوموړي د مشال راډیو له همکار عبدالحي کاکړ سره مرکه کړې ده.
په پاکستان کې د معاشي چارو کارپوهان د امریکايي ادارې دا رپوټ پر ځای بولي او وايي چې پاکستان ځکه له داسې حالت سره مخامخ دی چې انتظامي چارې پکې په سمه توګه نه تر سره کېږي.
د جنوبي وزير ستان پوليټکل ایجنټ ظفر اسلام وايي د دوتاڼیو او احمدزیو وزيرو تر مينځ د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يې هڅې پیل کړي دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ظفر اسلام وویل، دوی جرګه رابولي چې د دوتاڼیو او وزیرو ترمنځ کشاله هواره کړي. نوموړي د دوی ترمنځ د روغې کېدو هیله وښودله. دوه نيمې اوونۍ مخکې پر ګومل سړک د دوتاڼیو په سیمه کې د احمدزيو وزيرو په مڼو بار څلور ټرکونه ناڅرګندو وسله والو سوځولي ول او درې ډرايوران يې له ځان سره تښتولي ول. احمدزي وزیر وايي، پېښه د دوتاڼیو په خاوره کې شوي او هغوي يې ذمه وار دي خو دوتاڼي بیا دغه تورونه ردوي. چارواکي وايي چې د اجتماعي ذمه وارۍ تر قانون لاندې یې د دوتاڼیو دوه دېرش کسان نيولي دي او له واڼه یې د دوتاڼي قبيلي خلک بي دخله کړي دي.
د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پر روس باندې د مداخلت تورونه په داسې حال کې تکراريږي چې دې انتخاباتو ته تر يوې مياشتې لا لږ وخت پاتې دی.
افغان حکومت وايي تر اوسه پورې پاکستان دوی ته په رسمي ډول د افغان طالب مشرانو د نيونې خبر نه دی ورکړی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال دوا خان مينه پال مشال ريډيو ته وويل چې که د طالبانو درې مشران په بلوچستان کې نيول شوي وي، نو پاکستان دې يې افغانستان ته وسپاري. له نوموړي سره زموږ همکار، بشير ګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې په کوټه کې د طالبانو د نيول کېدو په اړه د افغان حکومت معلومات څه دي؟
د سارک غونډه د سږ کال په نومبر کې د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې کېدونکې وه خو د هند، افغانستان،بوټان او بنګله دیش د نه ګډون له کبله تر ناڅرګندې نېټې وځنډول شوه.
د پاکستان د خبريالانو او بشري حقونو سازمانونو د حکومت له لورې د خبريال سيرل الميډا له هېواده پر وتلو د بنديز ګام غندلی او دا يې د وينا د خپلواکۍ ضد بللی دی. حکومت دا بنديز له هغه وروسته ولګولی چې نوموړي په ډان ورځپاڼه کې يو راپور خپور کړی وو چې پکې د سرچينو له قوله ويل شوي وو چې د لوړې کچې په غونډه کې ولسي حکومت د پوځ مشرانو ته په ډاګه کړې چې که د وسله والو پر ضد ګامونه وانخلي نو پاکستان به په نړيواله کچه يوازي شي. د سيرل الميډا خبر او دې ته د حکومت سخت غبرګون په دې هېواد کې د مطبوعاتو د خپلواکۍ په اړه يو شمېر پوښتنې را پورته کړې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا پوښتنې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د بي بي سي مشر هارون رشيد او له وتلي خبريال حامد مير سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ
د بښنې نړیوال سازمان پر پيژندل شوي پاکستاني خبریال سیرل المیډا د حکومت له لوري د سفر بندېز غندلی دی.
روسي سفير په شام کې د روس او امريکا د پوځي همکارۍ د بيا نوي کولو غږ وکړ چې د ده په وينا دواړه هېوادونه د القاعده او اسلامي دولت وسله والې ډلې په شان ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو ګډ هدف لري.
ولادمیر پوتین راتلونکې اوونۍ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د خبرو تر څنګ، د روسي هنري اثارو د یوه نندارتون د پرانیستلو پلان درلود.
تېره اونۍ د افغانستان په خوست کې د وزيرستانيو کډوالو يو استاذی او قبايلي مشر ملک عمرخان وزير نامالومه وسله والو و وژلی. دده په اړه ويل کېږي چې په وزيرستان کې يې پر شويو پوځي عملياتو نيوکي کولې. تر اوسه هيچا د نوموړي د وژلو ذمه واري نه ده منلې او نه يې هم د مرګ په تور څوک نيول شو ی دی. پوښتنه داده چې ايا دغې پيښې نور مشران د امنيت له پلوه څومره اندېښمن کړي دي.؟ د کرښې په غاړه خپرونه کې هم دا موضوع له قبايلي مشرانو مولوي خان دراز داوړ، ملک جان فراز، له کرمې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي منير اورکزي او ليکوالې فرحت تاج چې په قبايلي سيمو کې يې د ترهګرۍ په اړه په انګريزي ژبه کې کتاب ليکلی، سره څېړل شوې ده. د خپرونې کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د قبایلۍ سیمو اصلاحاتو په اړه یې د ګوند دریځ ته ناسمه بڼه ورکړل شوې ده. نوموړي وویل، چې له نورو وړاندیزونو سره سره دې د اصلاحاتو په باب د قبایلي ولس رایې معلومولو لپاره باید روڼه او شفاف ټولپوښتنه (ریفرېنډم) وشي. هغه دا هم وویل چې تر څو قبایلي ولس په خپلو کورونو کې نه وي پرځای شوی، اصلاحات هېڅ معنا نه لري. د مشال راډيو خبریال خالد خان راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته