د پاکستان په سېنټ کې د کاشغر – ګوادر د اقتصادي لارې په اړه د جوړې شوې کمېټۍ مشر سنېټر تاج حېدر وايي ، که مغربي لاره نشته نو د دې پر ضد خو به خامخا احتجاج کېږي. که وي نو حکومت یې باید په ډاګه کړي.
د پاکستان سپریم کورټ د بلوچستان حکومت له لوري په کوټه کې د اتم اګست ځانمرګي برید پرپېښه پرپورته کړل شویو ګامونو خپګان ښودلی او پولیسو ته یې امر کړی د هغو وکیلانو بیانونه دې واخیستل شي چې د پېښې مهال په سیویل هسپتال کې موجود ول. له کوټې د ایوب ترین راپور
په داسې حال کې چې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لار کې د بدلون پر ضد عوامي نېشنل ګوند احتجاجي تحریک پیل کړی دی. د صوبې اعلا وزیر پروېز خټک ویلي دي، د ده مشرۍ به یو پلاوی چین ته ځي او له چیني چارواکیو سره به پر اقتصادي راهدارۍ غږېږي. د کرښې پر غاړه خپرونه پر هم دې موضوع بحث کوو، چې پښتانه ملتپال په دومره لویه قامي منصوبه ولې یوه خوله نه دي؟ کوربه شاهین بونیری دی.
يوه باخبره امريکايې سرچينې ويلي، دغه ډيپلوماټان چې نشيي مواد ورکړل شوي په کنفرانس کې د ګډون لپاره سنټ پيترز بورګ ته تللي وو.
برسلز نن سېشنبه د افغانستان لپاره د نړیوالې غونډې کوربه دی. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د نړۍ د اویا هېوادو ...
ترکي چارواکیو په امریکا کې د میشت دیني عالم فتح الله ګولن ورور نيولی دی. ګولن په ترکیه کې د جولای میاشتې په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.
خبري سرچینې وايي، د کشمیر په شمال کې بېګا شپه وسله والو د هندي پوځ پر يوه کېمپ په بريد کې يو هندی سرتېری وژلی او يو يې ژوبل کړیدی.
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي پاکستان د خپلو خرابو پاليسيوو له وجې په نړۍ کې يوازې شوی دی. د هغه په وينا پکار ده چې اسلام اباد د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې وساتي او ځان په سفارتي توګه له يوازي کولو وژغوري.
د عوامي نيشنل ګوند مشر وايي اسلام اباد کې کېدونکي سارک غونډه کې د هندوستان او نورو هيوادونه د ګډون له نه کولو پريکړي ښکاره شوه چې پاکستان په سيمه کې يوازې شوی دی. هغه وايي پاکستان بايد داخلي او بهرنيوو پالېسيو کې بدلون راولي. نوموړي دا خبرې د مشال ريډيو همکار، ګل ایاز سره نن په يوه ځانګړې مرکه وکړي.
تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د بحث په وخت جمیعت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو ورګډولو مخافت کړی دی. د جمعيت علما اسلام مشر، مولانا فضل الرحمان په قامي اسمبلۍ کې د وینا په وخت په قبایلو کې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره له قانون سازۍ مخکې د ټول پوښتنې يا ریفرنډم غوښتنه کړیده.
شاهد خان اپرېدي د خپلې لوبې ، په پاکستان کې د کرکټ حالت ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبو ، د سیاست او خپلو خیریه کارونو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال له پاکستاني دولته ګیله من دي چې بیا بیا یې جرګې ورسره کړې او د ستنېدو لپاره یې ورته نېټې هم ټاکلې دي خو لا یې پته نه لګېږي چې کله به یې خپلو سیمو ته پرېږدي. د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر یې راپور کښلی
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته