د بلوچستان په ساحلي سيمه ګډاني کې د سېشنبې په ورځ د سمندري بېړیو ماتولو او کباړولو په ځای کې په يوه بېړۍ کې چاودنه شوې وه چې پکې ۲۰ مزدوران وژل شوي او ۵۰ ټپیان وو. کله چې په بېړۍ کې اور ولګيد نو هغه وخت يو شمېر مزدوران ژغورل شوي هم وو. د سوات د کبل اوسېدونکی حاجي بخت زمان د شاوخوا ۴۰ کسانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته کړې ده. نوموړی له ۳۵ کلونو راهيسې د سمندري بېړیو ماتلو کار کوي. عبدالحي کاکړ له حاجي بخت زمان سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلې چې د اور لګېدو پر وخت چرته وو؟
د خیبر پښتونخوا د مدني ټولنې فعاله ثنا ګلزار دعوه کوي، د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې د بسترې افغان کډوالې شربت ګلې سمه درملنه نه کېږي. نوموړې تېره ورځ د شربت ګلې پوښتنې ته ورغلې وه. ګلزار تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، شربت ګلې ته پولیسو ویلي چې له هېچا سره دې خبرې نه کوي. د لېډي ریډنګ روغتون چارواکو سره مو د ګلزار د څرګندونو سپیناوي لپاره رابطه وکړه خو بریالي نشو. پولیسو هم د نوموړې د دعوو په اړه څه نه دي ویلي. له ثنا ګلزاره مو پوښتلي چې له شربت ګلې سره یې څنګه ولیدل او څه خبرې یې وکړې؟
عمران خان د اسلام اباد نه تړلو فيصله ولې وکړه؟ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نومبر په دومه نيټه د اسلام اباد تړلو اعلان کړی وو. دده غوښتنه وه چې وزيراعظم نواز شريف دې په پاناما اسنادو کې د خپل اولادونو نومونو په ډاګه کېدو وروسته ځان احتساب ته وړاندې کړي خو د سېشنبې په ورځ سپريم کورټ د پاناما اسنادو په اړه د مقدمې د اورېدنې پروخت وويل چې د پلټنو په اړه د طريقه کار ټاکلو فيصله به اوس عدالت پخپله کوي. تردې وروسته عمران خان ناڅاپه د اسلام اباد تړلو اعلان بېرته واخست او پرخای يې د تشکر ورځ لمانځلو اعلان وکړی. پوښتنه دا ده چې ايا د اعلان بېرته اخستو شاته د عدالتي فیصلې لاس دی او که نه نورې وجې هم شته؟ دا او ورسره نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوهان فصيح ذکا او ډاکټر فيض الله جان سره څېړل شوی دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د پاکستان سپريم کورټ د نومبر په لومړۍ نيټه فيصله وکړه چې د پانامه اسنادو پلټنو په لړ کې به د طریقه کار ټاکلو فيصله عدالت په خپله کوي.
نقيب الله مزدروان کورونو ته ولېږل، په کوټه کې يې د پوليسو وردۍ راځوړنده کړه، نور سامانونه يې کښېښودل او دروازې ته يې تاله واچوله.
یو تازه رپورټ وايي، له ۱۹۷۰ز کال راهیسې د بشري پرمختیايي چارو له کبله، د نړۍ د وحشي ځناورو شاوخوا ۶۰ فیصده ابادي کمه شوې ده.
کمعقل خپل پردي کوي ژړا راځینه
که وکیل مري پښتون، که د سکول ماشوم مري پښتون، که ډاکټر مري پښتون او حتا که پوځي مري نو هغه هم د مومندو.
دېرش کاله جنګ، ۱۵ لکه مړي، ۳۵ لکه کډوال، دا د افغانستان کیسه ده. او هم دا د شربت ګلې د ژوند کیسه ده!
په کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز د بذي ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې او د تحريک طالبان پاکستان حکيم الله مسود ډلې منلې خو حکومت ذمه واري پر لشکر جهنګوي العالمي نومې ناقانونه وسله وال تنظيم اچوي. خو له دې سره سره د ځينو وژل شويو پوليسو خپلوان او د اپوزيشن ګوندونو سياستوالان حکومت د حملې په مخنوي ناکامه بولي. پوښتنه دا چې اصل پړه د چا پر غاړه ده؟ دا او ورسره نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې څېړل شوې دي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر سنېټر عثمان کاکړ، د جميعت علما اسلام يو مشر سنېټر حافظ حمدالله، د بلوچستان د اطلاعاتو وزير رضا پړيڅی، د صوبې د تعليم وزير رحيم زياتوال او په بريد کې د وژل شوي پوليس نقيب الله تره يا اکا نذير احمد د بحث ميلمانه دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې په پاکستان کې د دومره استخباراتي ادارو باوجود دا قسمه پېښې رامخې ته کېدل د افسوس وړ خبره ده.
دا پوښتنه تر هغه وروسته له اتلس کلن ارشد خانه بیا بیا وشوه، کله چې یې چای پخولو یو عکس په ټولنیزه رسنیو کې مشهور شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته