د شمالي وزیرستان دته خېلو د مشال راډيو د هغه راپور ستاینه کړې چې د پاکستان له حکومته یې د دوی ګیلې ماڼې په یو راپور کې د چارواکو تر غوږونو ورسولې او سرکار ورباندې زغرده ګام واخیست. د اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه نېټه د شمالي وزیرستان د میرانشا دته خېل قبیلې مشرانو په بنو کې د یوې مظاهرې پر وخت له حکومته د دوی پر ویجاړ شويو ځمکو او کورونو د دوانیو نه جوړولو غوښتنه کړې وه. د عمر دراز وزیر راپور
طيب اغا په خپل ليک کې پر ملا هبته الله اخوند زاده غږ کوي چې د طالبانو مشران او د شورا غړي دې له پاکستان څخه ووځي. د نوموړي په خبره دا ډول به پاکستان هغه څه په دوی نه مني چې د طالبانو يا افغانستان په تاوان وي.
د پاکستان سوداګرۍ او صنعت خونې (فېډرېشن اف پاکستان چېمبراف کامرس اېنډ انډسټرۍ) د ګوادر لپاره د خصوصي کميټۍ مشر کرنل ريټایرډ مقبول اپرېدی وايي چې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې نه خو تر دې دمه مغربي لار ته پېسې ځانګړې کړل شوې دي او نه د منصوبه بندۍ د کمېشن په اسنادو کې د ګوادر لپاره پېسې ايښودل شوي دي. له مشال رېډيو سره په يوه مرکه کې نوموړي د سي پېک په اړه وويل چې دا په اصل کې څلور برخې لري چې پکې د توانايۍ منصوبې، د سړکونو جوړول، کارخانې او د ګاډو تګ راتګ شامل دي.
د افغانستان کندهار ولايت کې ځوانان کوشش کوي چې ورو ورو خلک د پرمختګ پر لور روان کړي. په دې اړه د کندهار فلم او نندارې د يو مشر جاويد احمد وطنيار سره د مشال ريډيو همکار، بشير ګواښ مرکه کړې
تر يوې اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو راپورونه ورکول شوي دي. رويټرز خبرې اژانس د طالبانو سرچينو له قوله ويلي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالب استازيو ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي خبرې شوې دي. خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره رد کړې البته افغان حکومت يې نه ردوي او نه يې هم تصديق کوي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې تماسونو او د پاکستان د ممکنه رول موضوع د افغان ولسمشر د وياند له مرستيال دواخان مينه، د پاکستاني پوځ پخواني چارواکي برېګېډير سعد محمد خان، د طالبانو پر چارو نظر ساتونکي خبريال سميع يوسفزي او هم د طالب د چارو ليکونکي نظر محمد مطمين سره څېړل شوې ده
په پاکستان کې ډېری خلک د مزدور ارشد خان ښایست هم د هند خلاف د کرکې او ټوکو مسخرو لپاره استعمالوي.
برتانوۍ ورځپانې ګارډین لیکلي دي چې افغان حکومت او طالبانو یو ځل بیا په پټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې اترې پیل کړې دي.
د پښتونخوا ولسي تحريک او د چين اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا د مختلفو ګوندونو اتحاد کورېډور فرنټ مشر ډاکټر سيد عالم مسود د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان هغه اعلان ستايلی چې د منصوبه بندۍ وفاقی وزير احسن اقبال رابلل شوې غونډه کې به ګډون نه کوي. د ټولو سياسي ګوندونو دغه غونډه د اکتوبر په اتلسمه په پېښور کې رابلل شوې ده. اسفتدیار ولي خان ويلي چې پر دې مسله له نواز شريف پرته له بل چا سره ليدل نه غواړي خو سيد عالم مسود بيا د دې هم مخالفت کوي. نوموړي د مشال راډیو له همکار عبدالحي کاکړ سره مرکه کړې ده.
په پاکستان کې د معاشي چارو کارپوهان د امریکايي ادارې دا رپوټ پر ځای بولي او وايي چې پاکستان ځکه له داسې حالت سره مخامخ دی چې انتظامي چارې پکې په سمه توګه نه تر سره کېږي.
د جنوبي وزير ستان پوليټکل ایجنټ ظفر اسلام وايي د دوتاڼیو او احمدزیو وزيرو تر مينځ د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يې هڅې پیل کړي دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ظفر اسلام وویل، دوی جرګه رابولي چې د دوتاڼیو او وزیرو ترمنځ کشاله هواره کړي. نوموړي د دوی ترمنځ د روغې کېدو هیله وښودله. دوه نيمې اوونۍ مخکې پر ګومل سړک د دوتاڼیو په سیمه کې د احمدزيو وزيرو په مڼو بار څلور ټرکونه ناڅرګندو وسله والو سوځولي ول او درې ډرايوران يې له ځان سره تښتولي ول. احمدزي وزیر وايي، پېښه د دوتاڼیو په خاوره کې شوي او هغوي يې ذمه وار دي خو دوتاڼي بیا دغه تورونه ردوي. چارواکي وايي چې د اجتماعي ذمه وارۍ تر قانون لاندې یې د دوتاڼیو دوه دېرش کسان نيولي دي او له واڼه یې د دوتاڼي قبيلي خلک بي دخله کړي دي.
د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پر روس باندې د مداخلت تورونه په داسې حال کې تکراريږي چې دې انتخاباتو ته تر يوې مياشتې لا لږ وخت پاتې دی.
افغان حکومت وايي تر اوسه پورې پاکستان دوی ته په رسمي ډول د افغان طالب مشرانو د نيونې خبر نه دی ورکړی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال دوا خان مينه پال مشال ريډيو ته وويل چې که د طالبانو درې مشران په بلوچستان کې نيول شوي وي، نو پاکستان دې يې افغانستان ته وسپاري. له نوموړي سره زموږ همکار، بشير ګواښ مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې په کوټه کې د طالبانو د نيول کېدو په اړه د افغان حکومت معلومات څه دي؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته