د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره پاکستانیو مرستو ته کتنه


دوی وايي، د افغانانو لویه غوښتنه له پاکستانه دا ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه‎کړي او له هغې نااعلان شوې جګړې چې مرکز يې په پاکستان دی، ډډه وکړي.

د چارو شنونکي انتظار خادم د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې د پاکستان دغه اقدام به د سیمې او د دواړو هېوادونو پر اړیکو ځانګړی اغېز ونه‌کړي خو ښايي د يو شمېر عامو افغانانو په ذهنیت یو څه تأثیر ولري.

خادم حسېن
خادم حسېن

​ښاغلي خادم زیاته کړه:

"د سیمې په حالاتو کې راتلونکو پنځو شپږو میاشتو او يا هم یو کال پورې خاص تغییر نه‎شي رامنځته کولای ولې يوه څه کېدای شي افغانستان د پاکستان پروړاندې او د افغانستان د خلکو کوم ذهنیت چې د پاکستان په وړاندې بدلون موندلی په هغه کې یو څه نرموالی راولي."

دا په داسې حال کې ده چې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان څه موده وړاندې ویلي و چې پاکستان د خپلو پالېسيو له امله په سيمه کې يوازې شوی دی نو بايد په خپلو پالېسیو کې بدلون راولي.

د پاکستان وزیر اعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د بروکسل کنفرانس ته چې د سېشنبې او چارشنبې په ورځ د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون جوړ شو د وینا پر مهال د افغان سولې بهیر او په افغانستان کې د تلپاتي ثبات لپاره پر سیاسي خبرو ټینګار وکړ او دا یې غوره لار وبلله.

خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی بیا په دې باور دی چې پاکستان په‎ خپله بهرنۍ ډیپلوماسۍ کې پاته راغلی او غواړي په دې ډول حرکاتو سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو باور ترلاسه کړي.

ستانکزی: پاکستان په ‎خپلې بهرنۍ ډيپلوماسۍ کې پاتې راغلی
ستانکزی: پاکستان په ‎خپلې بهرنۍ ډيپلوماسۍ کې پاتې راغلی

ښاغلی ستانکزی وايي:

"پاکستان غواړي په دې ډول حرکاتو سره يو ډول خپله پښېماني د مناسباتو په تړاو په ظریفې ډيپلوماسۍ سره څرګند کړي، خو له پاکستانه د افغانانو لویه غوښتنه دا ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه‌کړي او د نااعلان شوې جګړې چې مرکز یې چې په پاکستان کې دی، ډډه وکړي."

شنونکي وايي، دا چې پاکستان به دا ځل په ‎خپلو کړو ژمنو څومره عمل وکړي دا به وخت ثابت کړي خو په تېرو ۱۵ کلونو کې ثابته شوې چې پاکستان د افغانستان سره په همکارۍ کې تر ډېره صادق نه‎دی.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستان د دې لپاره چې په دې برخه کې د نورو ګاونډيو هېوادونو نه شاته پاته نه‎شي له افغانستان سره د مرستې ژمنه اعلان کړه.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی
د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی

ښاغلی احمدزی زیاتوي:

"موږ او تاسو د دوی پرېشانۍ هم ګورو او دلته د منطقې سیاست هم فرق کړی دی، نو په دې لحاظ هم پاکستان ولیدل چې د دوی ټولو همسایه‎ګانو له افغانستان سره مرستې وکړې او تل‌يې کړي دي نو دوی هم وغوښتل چې په دغه قطار کې ځان ودروي."

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته تر هغه خړې پړې شوې چې پاکستان د افغانستان سولې په څلور اړخیزو غونډو کې پر خپله هغه ژمنه عمل ونه‌کړ چې وسله‎وال طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کښېنوي.

XS
SM
MD
LG