د لاسرسي ځای

تازه خبر

اخترمېنګل: اقتصادي راهدارۍ کې پښتانه دوکه کړل شوي دي


د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل وايي چې پاک چين اقتصادي راهدارۍ کې پښتانه دوکه کړل شوي دي او بلوڅانوته چې وفاقي حکومت د دغه منصوبې کومې ګټې ښيي، هغه په اصل کې داسې نه دي ځکه چې په شپږ اويا اربه ډالره کې يواځې نوي میليونه روپۍ د بلوچستان لپاره کېښودل شوي دي.

د دی په وینا چې په ګوادر کې اوس هم د څښلو اوبه نه ملاوېږي. په بلوچستان کې د صحت اسانتياوې نشته چې له کبله يې دېرش وکيلان د اتم اګست په بريد کې د درملنې د نيشتوالي له کبله مړه شوي ول.

په کراچۍ پرېس کلب کې د اتوار په ماښام يوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل وويل چې دوی د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پرضد د ګام پورته کولو خبره نه کوي او نه يې خلاف دي خو لکه څنګه چې د پاکستان د ایين په اتلسم ترميم کې صوبو ته ټول واک اختيار ورکړل شوی وو هم هغه رنګ دې ټولو صوبو ته په خپلو وسايلو اختيار ورکړل شي.

"پر چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ شپږڅلوېښت اربه ډالره لګول کېږي خو د بلوچستان برخه پکې يو ارب هم نه بلکې نوي میليونه روپۍ دي، دا منصوبه نه خو د بلوچستان لپاره ده او نه د بلوچستان د اوسېدونکو لپاره۔ د دې مقصد يواځې زموږ پر وسايلو قبضه کول دي لکه څنګه چې د ۱۹۵۳م راهیسې د سويي په ګېس باندې نور خلک مزې کوي او کوهيان يې وچ کړل، هم دا راز د بلوچستان د هر قدرتي نعمت د قبضه کولو لپاره دا تياريانې روانې دي."

د يوې پوښتنې په ځواب کې اخترمېنګل وويل چې وفاقي حکومت ټولې ګټې پنجاب ته وړل غواړي او پښتانه دوه ځله دوکه کړل شوي دي ځکه چې مسئله د لارې نه بلکې د اختيار ده بايد مرکزي حکومت تر ټولو وړاندې ټولو صوبو ته يو رنګ اختيار ورکړي.

"ما تر دې وړاندې هم دوی ته ويلي ول چې خان صېب دوی به دې دوکه کړي، او دا دی په دویم وار يې دوکه کړل، موږ دا وايو چې مسئله د لار نه بلکې د بنيادي ستونزې ده، اول بايد واک ورکړل شي تر هغه وروسته به په دې خبره وشي چې کومه لار سمه ده او کومه ناسمه، وفاقي حکومت دې صوبو ته پوره واک ورکړي، لکه څنګه چې نن پنجاب ته پوره پوره اختيار ترلاسه دي او هغوی له بهرنیو هېوادونو سره اقتصادي او نور لاسليکوي دا واک خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبې ته ولې نشته.''

سردار اخترمېنګل په رسنيو هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې د بلوچستان اواز ميډيا په سمه توګه نه پورته کوي. هلته هره اوونۍ د بې درکه خلکو لپاره د پرېس کلب بهر احتجاجونه روان وي خو څوک ورته پام نه کوي نو ځکه د هغه ځای خلک له هر چا مايوسه شوي دي.

د ده په وینا چې په بلوچستان کې د روغتونونو حالت سم نه دی او د اسانتياو نيشتوالي له کبله د روان کال د اګست پر اتمه نېټه په ولسي روغتون (سیویل هسپتال) کې په شوي ځانمرګي برید کې له پينځويشتو تر دېرشو پورې ژوبلو وکيلانو ساه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG