ترکي چارواکیو په امریکا کې د میشت دیني عالم فتح الله ګولن ورور نيولی دی. ګولن په ترکیه کې د جولای میاشتې په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.
خبري سرچینې وايي، د کشمیر په شمال کې بېګا شپه وسله والو د هندي پوځ پر يوه کېمپ په بريد کې يو هندی سرتېری وژلی او يو يې ژوبل کړیدی.
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي پاکستان د خپلو خرابو پاليسيوو له وجې په نړۍ کې يوازې شوی دی. د هغه په وينا پکار ده چې اسلام اباد د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې وساتي او ځان په سفارتي توګه له يوازي کولو وژغوري.
د عوامي نيشنل ګوند مشر وايي اسلام اباد کې کېدونکي سارک غونډه کې د هندوستان او نورو هيوادونه د ګډون له نه کولو پريکړي ښکاره شوه چې پاکستان په سيمه کې يوازې شوی دی. هغه وايي پاکستان بايد داخلي او بهرنيوو پالېسيو کې بدلون راولي. نوموړي دا خبرې د مشال ريډيو همکار، ګل ایاز سره نن په يوه ځانګړې مرکه وکړي.
تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د بحث په وخت جمیعت علماء اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو ورګډولو مخافت کړی دی. د جمعيت علما اسلام مشر، مولانا فضل الرحمان په قامي اسمبلۍ کې د وینا په وخت په قبایلو کې د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره له قانون سازۍ مخکې د ټول پوښتنې يا ریفرنډم غوښتنه کړیده.
شاهد خان اپرېدي د خپلې لوبې ، په پاکستان کې د کرکټ حالت ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبو ، د سیاست او خپلو خیریه کارونو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال له پاکستاني دولته ګیله من دي چې بیا بیا یې جرګې ورسره کړې او د ستنېدو لپاره یې ورته نېټې هم ټاکلې دي خو لا یې پته نه لګېږي چې کله به یې خپلو سیمو ته پرېږدي. د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر یې راپور کښلی
د بلوچستان ځوان ډاکټرانو اعلان کړی دی چې د خپلو حقونو غوښتنې لپاره به د خالي/شنبې له ورځې په ټوله صوبه کې کاربندیز کوي او وايي چې تر یوې اوونۍ پورې به د ناروغانو درملنه نه کوي. دوی وايي که یې بیا هم غوښتنې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به لاپسې وغځوي. نور حال له کوټي د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په راپور کې
شمعون پېرېز د ۹۳ کلونو په عمر د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه ومړ.
افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د چارشنبې په ورځ د روغې جوړې او سولې پر تړون لاس لیک وکړ.
عوامي نېشنل ګوند وايي، پر اقتصادي راهدارۍ به د هیواد په مختلفو برخو کې احتجاجي مظاهرې پېلوي او د راتلونکې مياشتې په څلورمه (۴) نېټه به په پېښور، اسلام آباد، کراچۍ او کوټه کې لاریونونه وکړي.
د هند تر واک لاندې کشمير په اوړي سيمه کې دوې اونۍ وړاندې پر هندي پوځيانو تر وسله وال بريد وروسته د اسلام اباد او نوي ډلي اړيکي ورځ تر بلې خرابېږي. هند پر پاکستان سفارتي فشار زيات کړی
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته