د لاسرسي ځای

تازه خبر

"محرم الحرام د سولې او يووالي پېغام لري"


مزار شريف، افغانستان
مزار شريف، افغانستان

محرم الحرام د اسلامي کال (هجري قمري) لومړۍ مياشت ده چې پښتانه د حسن حسېن مياشت هم ورته وايي. دا مياشت هر کال په اسلامی نړۍ کې په عقيدت سره لمانځل کيږي او په درنه سترګه ورته کتل کيږي. په دې مياشت کې د اسلام د پېغمبر لمسيان حضرت حسن او حضرت حسېن له دې نړۍ څخه کوچېدلي دي.

په همدې خاطر په زياتره اسلامي نړۍ کې ځيني خلک عبادات او خيراتونه کوي او زياتره شيعه مسلکه مسلمانان بيا ماتمي جلوسونه راباسي. دا چې دا مياشت څه درس او پېغام ورکوي؟ ديني عالم علامه ثواب علي وايي چې دا مياشت د سولې او يوووالي پېغام له ځان سره راوړي.

((د دې مياشتې پېغام مسلمانانو ته د اتفاق او وحدت فلسفه ښودل دي چې اې مسلمانانو! لکه څنګه چې کربلا کې د حضرت امام حسېن عليه السلام په ملګرو کې د هر ذېل کسان موجود و. سبطِ مصطفا (ص) په کربلا کې همدا اعلان کوي چې اسلام د امن دين دی. که چيري عام مسلمانان په حقيقي دين باندي خبر شو نو يقيناً به د مسلمانانو په منځ کې چې کومې ناراضګۍ دي، بې امنيتۍ دي، انتشار او تفرقې دي، له دې شيانو نه به موږ بچ يو اود امن طرف ته به قدم واخلو.))

يو بل ديني عالم مولانا صديق الله فدايي هم ورته نظر لري او وايي چې بايد يو انسان بل انسان ته زيان ونه رسوي او په دې مياشت کې له زغم او استقامت څخه کار واخلي چې د محرم مقصد همدغه دی.

((دا ورځ د صبر، بردبارۍ، استقامت او له يو بل سره د مرستې او همکارۍ ورځ ده. تشدد او يو پر بل حملې کول اصلاً په اسلام کې نشته. مسلمانان، هغه څوک چې پر خدای او رسول باندې عقيده لري، هغوی بايد کوشش وکړي چې له دغسې افعالو چې د يو بېګناه مسلمان وينه پکې توييږي، پرهېز وکړي.))

په پاکستان کې د محرم په مياشت کې ليدل شوي چې ځينې وخت د ناامنۍ پيښې رامنځ ته شي او يو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوړي. ديني عالم مولانا غازي محمد کمال وايي چې اسلام شر خوښوونکی نه خوښوي او د سولې درس ورکوي. نوموړی زياتوي چې اسلام هيڅکله د بل انسان د حق خوړلو او هغه ته د سر او مال د زيان رسولو اجازه نه ورکوي.

((حضور عليه السلام فرمايي، د هر مسلمان مال پر بل مسلمان حرام دی، اولاد يې حرام دی، آبرو او عزت يې حرام دی. د هغه مال به نه لوټ کوې او د هغه سر به نه غوڅوي. او که په وطن کې ستا سره يهود ناست وي، نصارا وي، هندوان وي، سيکان وي، او هغوی ستا دين ته تاوان نه رسوي او پر خپل ځای ناست وي خپل خپل کارونه کوي. حتا علما محدثين وايي چې هغوی به نه وهې او نه به فشار پر اچوې او نه به ورسره ظلم کوې، او همدا پېغام د اسلام پېغبمر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم راکوي.))

دا کال د محرم الحرام مياشت په داسي حال کې لمانځل کيږي چې په تيرو څو مياشتو کې د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د تشدد په پيښو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG