د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوال د راحيل شریف اعلان ښه ګام بولي


د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف
د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف

د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وايي د جنرل راحیل شریف فیصله په هېواد کې د جمهوریت لپاره يو ښه پيغام دی.

د ګل په ورځ د پوځ ویاند عاصم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه په يو پیغام کې وویل د پوځ مشر جنرل راحیل شریف به پر خپل ټاکلي وخت خپله دنده پرېږدي. د راحیل شریف له ملازمته ریټایرډ کېده ځکه هم د اهميت وړ ګڼل کېږي، نوموړي په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه هغه عمليات پیل کړل چې له ډېرې مودې راهيسې یې د پاکستان دننه او بهر غوښتنه کېدله.

که څه هم له څه مودې راهیسې د جنرل راحیل شریف د وظیفې موده غزولو یا نه غزولو پحقله ګنګوسې وې خو د پوځ ویاند عاصم باجوه د تېرې ورځې له بیان ورستو په ډاګه شوه چې جنرل راحیل شریفپر خپل وخت ریټایرډ کیږي.

زیاتره سیاسي ګوندونه د جنرل شریف فيصله يو ښه ګام بولي او وایي له دې سره به جمهوري ادارو ته وده ورسي.

د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وايي د جنرل راحیل شریف فیصله په هېواد کې د جمهوریت لپاره يو ښه پيغام دی.

د جماعت اسلامي د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاده محمد یعقوب وايي د ملازمت موده نه غزولو له اعلان سره راحيل شریف يو ښه مثال جوړ کړو.

د پاکستان پیپلز پارټۍ د خیبر پښتونخوا صدر سېنېټر خانزاده خان وايي که ټول پوځي مشران په خپل وخت له خپلو څوکو ريټايرډ کيدو روايت جوړ کړي نو دا به په ملک کې د جمهوريت په ګټه وي.

د ذکرده چې د پيپلز پارټۍ حکومت د پوځ د پخواني مشر اشفاق پرویز کیاني د ملازمت موده درې کاله غزولې وه.

بلخوا د حکمران ګوند مسلم لیګ ن سیکرټري جنرل سېنېټر اقبال ظفر جګړا وايي که راحیل شریف نه غواړي چې د وظیفې موده يې وغزول شي نو حکومت به يې هم نه مجبوروي.

یاده دې وي چې جنرل راحیل شریف د ۲۰۱۳م کال په ۲۹ نومبر د پوځ مشر ټاکل شوی وو او د ملازمت موده یې د روان کال د نومبر په ۲۹ مه پوره کیږي.

XS
SM
MD
LG