د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارسدې پېښه او نړیوال غبرګونونه


چارسده کې د وژل شوي تن د جنازې لمونځ
چارسده کې د وژل شوي تن د جنازې لمونځ

په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون ترسره شوي برید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک خپه کړي دي. په هغو پیغامونو کې چې د نړۍ یو شمير مشرانو ، پېژنل شویو شخصیتونو ، چارواکو  او ادارو خپاره کړي ، دا پېښه غندل شوېده او د وژلو شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره شوېده.

پراګ: په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون ترسره شوي برید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک خپه کړي دي. په هغو پیغامونو کې چې د نړۍ یو شمير مشرانو ، پېژنل شویو شخصیتونو ، چارواکو او ادارو خپاره کړي ، دا پېښه غندل شوېده او د وژلو شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره شوېده.

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون
د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون

پر زدکونکیو ، سکولونو ، پوهنتونونو او استاذانو بریدونه هېڅکله د زغملو نه دي. زدکړې د ټولو حق دی او ددې ساتنه به ارو مرو کیږي.
بانکي مون

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون چارسده کې پر باچاخان پوهنتون د برید د غندلو په ترڅ کې ویلي، پر زدکونکیو ، سکولونو ، پوهنتونونو او استاذانو بریدونه هېڅکله د زغم وړ نه دي. نوموړي ویلي زدکړې د ټولو حق دی او ددې ساتنه به ارو مرو کیږي. بانکي مون ددې پېښې تر شا د لاس لرونکیو کسانو سره د قانوني کاروایۍ غوښتنه کړېده. ده دا هم ویلي چې په جنګي او ناندرئیزو سیمو کې د سکولونو او پوهنتونو د خوندي ساتلو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر باچاخان پوهنتون شوی برید غندي او د ویرژنو کورنیو سره ځان په غم کې شریک بولي. اعلامیه وايي دا یوه ویرونکې خبره ده چې ترهګرې ډلې تعلیمي ادارې او د پاکستان راتلونکي نسلونه په نخښه کوي. امریکا وايي د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې به د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه وي.

چارواکي باید دا خبره یقیني کړي چې سکولونه اوکالجونه خوندي دي.
ملاله یوسفزۍ

د بخښنې نړیوال سازمان ( ایمنسټي انټرنیشنل ) په یو بیان کې ویلي، پر باچاخان پوهنتون برید په ممکنه ډول یو جنګي جنایت دی. نوموړې اداره وايي بریدکونکیو د ملکي کسانو په نخښه کولو سره د نړیوال بشري قانون څخه سرغړونه کړېده، چې ترې معلومیږي دا یو جنګي جنایت دی.د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا لپاره عبوري مشره چمپا پاټیل وايي د برید تر شا چې هرڅوک لاس لري ملکي انساني ژوند ته د هېڅ درنښت قایل نه معلومیږي. نوموړې وايي په پاکستان کې وسلوالې ډلې باید انساني کرامت ته د داډول سپکاوي نه نوره ډډه وکړي.

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

​نوبل جایزه ترلاسه کونکې پښتنه تعلیمي مبارزه ملاله یوسفزۍ وايي په باچاخان پوهنتون ترسره شوي برید کې د استاذانو او زدکونکیو نخښه کېدو یې زړه ورمات کړی دی.ملاله وايي دا وحشیانه برید په کلکه غندي. هغه وايي دې وحشت ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي، چارواکي باید دا خبره یقیني کړي چې سکولونه او کالجونه خوندي دي. ملاله وايي دابرید د باچاخان د ۲۸ م تلین په ورځ شوی، څوک چې د ازادۍ عظیم مبارز او د سولې غوښتونکی کس و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG