دا سیالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ۲۳۰ خبریالان په کې ولوبېدل.
د خیبر ضلعې د لنډيکوتل مرستیال کمشنر ارشاد خان د جولای پر پنځمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې وفاقي حکومت د "ښه نیت" د جذبې له مخې افغان وګړو ته د جولای تر نهمې نیټې پورې یوازې په تذکرو خپل هېواد د تګ اجازه ورکړې ده.
د غونډې په پرېکړه لیک کې د طالبانو د حکومت او نظام ملاتړ ښوول شوی خو پکې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څه نه دي راغلي.
د دې غونډې پای کې د یو ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو ټینګار وشو، چې دې غونډې ته ټول راټول شوي ۴۵۹۲ تنه دیني عالمان د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي ، هغه څه چې له وړاندې ځینو رسنیو له لوري د دې غونډې خپرې شوې اجنډا کې مشخص شوي ول.
د سپیرې اوسیدونکو وویل، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی، ځکه یو کور سره پنځه ځلې مرسته کیږي، خو د بلې سیمې د زیانمن کور څوک پوښتنه نه کوي.
ملا هبت الله اخندزاده داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د طالبانو د حکومت مشروعیت په کور دننه او بهر له ننګونو سره مخامخ دی او تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د جون ۳۰مې تر غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو مخنیوی، اقتصادي ثبات او د ټولو بشري حقونو خوندیتوب غواړي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد په خپله وینا کې له برخوالو وغوښتل چې ورته دې داسې مشورې ورکړي چې د نړۍ هېوادونه یې حکومت په رسمیت وپېژني.
د پېښې له ځای سره نېږدې د لویې جرګې په خیمه کې د طالبانو د حکومت په بلنه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه هم روانه وه.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جون پر ۲۹مه د افغانستان ملي ټېلېوېژن ته وویل، په غونډه کې د ښځو استازیتوب سړي کوي ځکه چې "سړي د ښځو اولادونه" دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته