له ۲۰۲۱ز کال راهیسې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۷۷۴ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د تېر کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد د بحران ښکار شو.
د بشري حقونو د څار سازمان (هيومن رايټس واچ) د ښځو د څانګې مشره هیدر بار وايي فکر نه کوي د طالبانو له خوا جوړېدونکې غونډه کې څوک خپل غږ پورته کړای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جون پر ۲۵مه په رپورټ کې ویلي دي چې تر اوسه یې په زلزله کې د ۸۰۰ کسانو مړینه او د ۱،۴۰۰ تنو ژوبلېدل تایید کړي دي.
پوځ ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې طبي کیمپونه جوړ کړي دي.
د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د غونډې د جوړېدو خبر تایید کړ خو وايي دا لویه جرګه نه، بلکې د "علماوو یوه لویه غونډه" ده.
د خوست د سپیرې او د پکتیکا د برمل او ګیانې ولسوالیو د زلزلې زیانمن او ټپیان غوښتنه کوي چې د ژوند په ټولو برخو کې دې، ورسره بیړنۍ مرستې وشي.
طالبان وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم بحالۍ لپاره یې یوه کمېسیون کار ته دوام ورکړی او همداراز، دریځ لري چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي، خو دا چوکاټ یې نه دی تشریح کړی.
حقاني وویل، "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."
د طالبانو د حکومت د بیړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د جون پر ۲۳مه وویل، د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د تورخم او غلام خان له لارې په ۱۲ لویو لاریو کې د مرستو اړین توکي وررسېدلي دي.
د افغانستان په تر ټولو سخت ځپل شویو دوو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه ډله ییز قبرونه کیندل کېدل او جنازې روانې وې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جون پر ۲۲مه ناوخته وویل، د افغانستان د سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په ناورین کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته