ابو مسلم خراساني د امویانو په پرځېدو او د عباسیانو په واکمنېدو کې پراخه ونډه لرله. نوموړی د عباسیانو له لویو سردارانو او له مهمو قوماندانانو څخه وو. خراساني په فارسي او عربي ژبو برلاسی وو او د فصاحت او بلاغت ستاینه يې کېده.
د فېسبوک له اصولو سره سم هېڅوک تشدد ته هڅوونکي مواد او له تشدده ډک تصوير يا ويډيو نه شې خپرولی. د طالبانو حکومت د فېسبوک دا کار د بیان ازادۍ خلاف بللی دی او له هغه شرکته یې د خپلو پاڼو ازادولو غوښتنه کړې.
د جولای پر ۱۹مه په خپور شوي رپورټ کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري "هوساینه ډېره" شوې او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوي.
د طالبانو حکومت وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي خو په دې اړه نور وضاحت نه کوي او همداراز دریځ لري چې یو کمېسیون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم په اړه د تګلارې پر جوړولو کار کوي.
دا اعلان د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو د جولای پر ۱۸مه په یوه ګډه اعلامیه کې کړی او ويلي يې دي چې تر دې وروسته د اېس ای وي غوښتونکي افغانان اړ نه دي چې ډېرې فورمې ډکې کړي بلکې یوازې یوه DS-157 فورمه به ډکوي.
په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې سفیر اندریاس وون براندت هم برخه درلوده. هغه وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران نور ژورېدو څخه مخنيوي لپاره ضروري ده چې له افغانانو سره مرسته وشي.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.
په ليک کې له نړيوالو مشرانو دا غوښتنه هم شوې چې دوی بايد د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې، چې په سېپټېمبر مياشت کې په نيويارک کې کېږي، دا موضوع راپورته کړي او د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د حقونو د تضمين په تړاو پر طالبانو فشار زيات کړي.
د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پرون (د جولای پر ۱۴مه) پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې په تېرو شپږ نیمو میاشتو کې یې ضرورتمندو کسانو ته ۴۱۰،۰۰۰ ټنه خواړه او ۱۱۵ مېلیونه امریکايي ډالره نغدې پیسې ورکړي دي.
د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي د امنیتي دلایلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار واخیستل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته