د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د سپیرې ولسوالۍ خلک وايي، مرستې عادلانه نه وېشل کېږي


د سپیرې ولسوالۍ یو ړنګ کور
د سپیرې ولسوالۍ یو ړنګ کور

د خوست د سپیرې اوسیدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې ډیری زلزله ځپلي، چې له ولسوالۍ لږ لیرې پراته دي، له مرستو بې برخې پاتې شوي دي.

دوی وايي، نړیوالو بنسټونو او داخلي خیریه ټولنو هغو خلکو ته مرستې ورکړي چې عمومي سړک ته نږدې پراته دي، خو د لیرې پرتو سیمو خلکو سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

د سپیرې اوسیدونکو وویل، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی، ځکه یو کور سره پنځه ځلې مرسته کیږي، خو د بلې سیمې د زیانمن کور څوک پوښتنه نه کوي.

د سپیرې اوسیدونکي جانګړ حاجي مشال راډیو ته وویل، موسسې د سړک د غاړي کورونو ته ورځي، خو لیرې سیمو ته چې په زلزله کې يې ډېر زیان لیدلی، نه دي ورغلي.

د سپیرې اوسیدونکي وايي، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی: انځور جولای ۲، کال ۲۰۲۲
د سپیرې اوسیدونکي وايي، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی: انځور جولای ۲، کال ۲۰۲۲

نوموړی زیاتوي: "زموږ سره چې کومک نه دی شوی، بر کلات، دروزی، درژلۍ، موڼی، تور منده، کڅکی، اڅړخېل، مموڼي، بازي کوڼ، مندتې خوله، غوجره، ښونګ، خودیه کي، بلي، ترای، وستې په دې کې کومک نه دی شوی، د مرستې والا دلته په روډ وګرځي او بیرته ولاړ شي، موږ رسنیو سره حاضر یو، چې ولاړ شو، موسسې نه دي ورغلي چې خوار او عاجز وګوري او زخمیان وګوري."

د سپیرې بل اوسیدونکی کجیرګل وايي، دا پاس زلزله ځپلو سیمو ته د یوې موسسې کسان د سروې لپاره ورغلي وو، خو مرسته يې نه ده ور وړې. ده وویل، دوی د ولسوالۍ له مقام شاوخوا ۲۵ کلیومتره لیرې دي، په لاره کې خوړونه دي، نو د موټرو د خرابیدو له ویرې مرسته کوونکي ورتګ ته زړه نه ښه کوي. کجیرګل زیاتوي، د دوی سیمه له جګړې زیانمنه سیمه وه او د تېر نظام په ۲۰ کالونو کې هم ورته نه ښوونځي جوړ شوي، نه کلینک لري او نه ورته لارې جوړې شوې دي.

د سیمې یو بل قومي مشر میرحکیم خان وايي، د دوی زلزله ځپلي کورونه د استوګني نه دي او د اوسیدو باور ورباندې نه لري. نوموړي وویل، خلکو بیدیا کې له ویرې خیمې لګولي او په هغو کې اوسیږي، زلزلې د کور هيڅ شی هم جوړ نه دی ور پرې ایښی. میرحکیم خان غوښتنه کوي، چې د بیړنیو مرستو تر څنګ دې موسسې دوی سره د کورونو په رغولو کې مرستې وکړي.

د سپېرې ولسوالۍ زلزله ځپلي له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00


د سپیرې اوسیدونکی باغ حاجي وايي، د دوی ټول کورونه یا ړنګ شوي یا په کې درزونه پیدا شوي، چې د اوسیدو نه دي. د ده په خبره چې په یوه، یوه زړه خیمه کې په تکلیف ژوند تیروي او د سرپناه اسانتاوې نه لري.

د سپیرې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي حاجي بادشاه ګل خیمې، غله او نقدي پیسې د دې سیمې د زلزله ځپلو د اساسي اړتیاوو په توګه یادې کړې.

هغه وايي:

"پورته چې ولاړ شې، یو سړی هم نه دی ورغلی، کورونه ړنګ او برباد شوي دي، زموږ خلک خیمو ته ضرورت لري، کوټې ته یې لري، غلې ته يې لري، پیسو ته ضرورت لري، سړک خراب دی، خلک ډېر په تکلیف ورځي، ځکه مرسته کوونکي هم نه ورځي، انجینران دې ورشي او د خلکو زیانونه دې په خپلو سترګو وویني."

خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستو مرکز جوړ شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

بل لوري ته د خوست چارواکي وايي، د مرستو د ویش لپاره د اړوندو ادارو او د کابل څخه د راغلو مشرانو یو ګډ پلاوی کار کوي او د مرستو د وېش بهیر د همدې پلاوي لخوا څارل کیږي.

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول مولوي اخترمحمد عکرمه وايي، د مرستو د ویش پلاوی اوس هم په زلزله ځپلې سیمه کې موجود دی: "د زلزلې له اولې ورځې څخه د ولایت د یو شمیر ادارو او د کابل څخه د یو شمیر مشرانو ګډ پلاوی ټاکل شوی، چې دوی د زلزلې د ټولو زیانمنو سره د مرستو د ویش له بهیر څخه څارنه کوي او کوښښ کوي، چې د مرستو په ویش کې تعادل په پام کې ونیول شي، په دې اړه جدي ستونزه نشته، زموږ پلاوی اوس هم په زلزله ځپلې سیمه کې موجود دی او له کیدونکو مرستو څخه څارنه کوي. "

که څه هم تر اوسه د ملي او نړیوالو بنسټونو لخوا د خوست د سپیرې په ولسوالۍ کې د زلزلې څخه د اوښتو مالي زیانونو په اړه دقیقه سروې نه ده شوې، خو د دې ولایت روغتیايي مسوولینو په سپیره کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمیر ۳۶ تنه او د ټپیانو تعداد ۱۳۴۷ تنه ښودلی وو.

د جون د ۲۲مې په زلزله کې د پکتیکا په ګیان او برمل کې هم د ډېرو مالي زیانونو سربیره دوه نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG