د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له امريکا د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو ازادولو غوښتنه کړې


د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ - پخوانی انځور.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوي پرون (د جون پر ۳۰مه) په قطر کې د افغانستان لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي تامس وېسټ په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي چارو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد تکل د جون پر ۳۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې متقي له امریکايي پلاوي وغوښتل چې د افغانستان هغه شتمنۍ دې ازادې کړي چې واشنګټن د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم کنګل کړې وې.

تر پرونۍ غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو مخنیوی، اقتصادي ثبات او د ټولو بشري حقونو خوندیتوب غواړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې متقي په غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت او امریکايي چارواکو ترمینځ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستو تر پرېکړې وروسته درېدلې وې. خو طالبان وايي، په دې اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی چې تګلاره وټاکي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست له نیمايي راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

له هغه مهال راهیسې واشنګټن د افغانستان شاوخوا اووه اربه (مېلیارده) ډالره شتمني ګرځولې او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت سره مستقیمې مالي مرستې درولې دي.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د هغو شتمنیو نیمايي د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان په توګه د ورکولو امر وکړ.

د افغانستان د جمهوري حکومت ړنګېدو، د نړیوالو مرستو او پانګونو درېدو او د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو له وجې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شو او د هغه هېواد شاوخوا ۴۰ مېلیونه وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌ لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخامخ دي.

خو د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي شاه محمد محرابي د جون پر ۲۹مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې خبرې اترې روانې دي او دوی تمه کوي چې د بحثونو په نتیجه کې به یوې نهايي موافقې ته ورسېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر څو ورځې مخکې ویلي ول چې هڅې تېزې شوي چې د کنګل شوې شتمنۍ پیسې ولېږدول شي.

هغې ویلي ول چې دوی پر دې جدي کار کوي چې یوشمېر پېچلې مسلې حل کړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې د هغو پیسو ګټه طالبانو ته نه بلکې د افغانستان خلکو ته ورسي.

XS
SM
MD
LG