د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.
په ليک کې له نړيوالو مشرانو دا غوښتنه هم شوې چې دوی بايد د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې، چې په سېپټېمبر مياشت کې په نيويارک کې کېږي، دا موضوع راپورته کړي او د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د حقونو د تضمين په تړاو پر طالبانو فشار زيات کړي.
د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پرون (د جولای پر ۱۴مه) پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې په تېرو شپږ نیمو میاشتو کې یې ضرورتمندو کسانو ته ۴۱۰،۰۰۰ ټنه خواړه او ۱۱۵ مېلیونه امریکايي ډالره نغدې پیسې ورکړي دي.
د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي د امنیتي دلایلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار واخیستل شو.
د اخوند څرګندونو د بشري حقونو د سازمانونو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند وایي، په افغانستان کې "په پراخه اندازه د بشري حقونو سرغړونې" روانې دي چې ورسره د طالبانو د حکومت دعوې ردېږي.
د وزارت یوه چارواکي د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سېلاوونو له امله د تلفاتو شمېر د بدلېدو په حال کې دی او هڅې روانې دي چې اغېزمنو ته مرستې ورسوي.
دا سیالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ۲۳۰ خبریالان په کې ولوبېدل.
د خیبر ضلعې د لنډيکوتل مرستیال کمشنر ارشاد خان د جولای پر پنځمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې وفاقي حکومت د "ښه نیت" د جذبې له مخې افغان وګړو ته د جولای تر نهمې نیټې پورې یوازې په تذکرو خپل هېواد د تګ اجازه ورکړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته