د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د طالبانو حکومت په بلنه د علماوو او قومي مخورو لویه غونډه روانه ده


د طالبانو حکومت د کابل په پولیتخنیک کې د لویې جرګې په خیمه کې غونډه جوړه کړې - پخوانی انځور.
د طالبانو حکومت د کابل په پولیتخنیک کې د لویې جرګې په خیمه کې غونډه جوړه کړې - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د علماوو او قومي مخورو لویه درې ورځنۍ غونډه روانه ده چې پکې د طالبانو په وینا، د ملي یووالي پر مسلو خبرې کېږي.

د جون پر ۳۰مه د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند پرانیستونکې وینا وکړه خو د غونډې مشخصه اجنډا لا هم نه ده په ډاګه شوې.

د غونډې تالار ته د خبریالانو پر ورتګ بندیز دی او پکې ښځې برخه نه لري.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جون پر ۲۹مه د افغانستان ملي ټېلېوېژن ته وویل، په غونډه کې د ښځو استازیتوب سړي کوي ځکه چې "سړي د ښځو اولادونه" دي.

منتقدانو ویلي دي چې غونډې ته د افغانستان له هرې ولسوالۍ څخه دوه، دوه طالب پلوي دیني عالمان او د طالبانو خواخوږي مخوران وربلل شوي دي، خو حنفي وايي چې د "بېلابېلو نظرونو خاوندان" په غونډه کې ګډون کوي او دا چې دا ناسته په افغانستان کې د ثبات او ملي یووالي پر لوري یو "مثبت ګام" دی.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول د افغانستان ځینو علماوو او مخورو شخصیتونو یې له حکومته غوښتي ول چې یوه غونډه جوړه کړي چې پکې هغوی ورسره د هېواد د راتلونکې په اړه مهم وړاندیزونه شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې چې غونډه د "باور جوړونې" لپاره ده او پکې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو خبرې کېږي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې طالبانو پر ښځو یوشمېر محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی او په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. خو د طالبانو حکومت وايي، په دې اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی چې تګلاره وټاکي.

کابل کې د طالبانو د حکومت درې ورځنۍ غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

د طالبانو یوې سرچینې د جون پر ۲۹مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د علماوو او مخورو په لویه غونډه کې پر رژیم تنقید ته اجازه ورکوي او د نجونو د زده کړو په څېر پر نورو موضوعاتو به خبرې وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز په مې میاشت کې د امریکا سي اېن اېن ټېلېوېژن ته ویلي ول چې خپله د طالبانو مشران هم د نجونو د تعلیم پر موضوع یوه خوله نه دي.

د مدني ټولنو یوشمېر فعالانو او د حقونو سازمانونو ویلي چې داسې یوه غونډه چې پکې ښځې خپل استازیتوب نه شي کولای به مشروعیت و نه لري.

پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د کار او تعلیم په ګډون د ټولو بشري حقونو ضمانت اړین دی.

نړیواله ټولنه همداراز ټینګار کوي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنې له پامه غورځولې دي. خو د طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی او ټولګډونه دی.

XS
SM
MD
LG