د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان د علماوو لویه غونډه" د طالبانو "د نظام په ملاتړ" پای ته ورسېده


په کابل کې "د افغانستان د علماوو لویه غونډه" د ۲۰۲۲ کال د جولای پر دویمه پای ته ورسېده.
په کابل کې "د افغانستان د علماوو لویه غونډه" د ۲۰۲۲ کال د جولای پر دویمه پای ته ورسېده.

د طالبانو د حکومت له لوري راغوښتل شوې د علماوو غونډه پای ته ورسېده او د طالبانو د حکومت ملاتړ اعلان یې وکړ.

د طالبانو د حکومت لخوا د علماوو درې ورځنۍ غونډه د جولای پر دویمه پای ته ورسېده، او بالاخره د طالبانو د حکومت په طرفدارۍ یې پرېکړې وکړې. خو بیا هم د دې غونډې ګډونوالو نه دیني عالمانو او نه هم طالب چارواکو د ښځو د برخلیک په اړه خبرې او پرېکړې ونه وکړې، هغه څه چې د اکثرو افغانانو او ښځو او نجونو تمه ترې وه.

د دې غونډې پای کې د یو ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو ټینګار وشو، چې دې غونډې ته ټول راټول شوي ۴۵۹۲ تنه دیني عالمان د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي ، هغه څه چې له وړاندې ځینو رسنیو له لوري د دې غونډې خپرې شوې اجنډا کې مشخص شوي ول.

د دې غونډې پای کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ښځو پر حجاب ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا به په ټول هېواد کې پلي کوي. هغه زیاته کړه: "ډېرې محدودې ښځې په افغانستان کې وي، چې د ستر او حجاب سره مخالفت کوي، په تمامه مانا سره د افغانستان ټولې ښځې مرګ ته ځان ورکوي خو بې ستري او بې حجابي پر ځان نه مني."

د اسلامي نظام ملاتړ، د طالبانو د حکومت مشر سره بیعت، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه، د طالبانو د حکومت د مشر له لوري د نشه یي موادو د کرکېلې د مخنیوي ملاتړ، د ګاونډیو هېواد پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارول او له نورو هېوادو د مداخلې نه کولو غوښتنه، د طالبانو د حکومت پرضد وسله وال قیام فساد ګڼل، له داعش سره اړیکې فساد ګڼل او پر ضد یې مبارزه، د هغوی دیني عالمانو د خبرو مخنیوی چې د طالبانو د حکومت خلاف دي، د لږکیو او ښځو حقونو خوندي کول، د طالبانو تر منځ اتفاق او هېواد ته ستانه شویو کسانو ته خبرداری چې "مغرضانه" کړنې دې نه کوي، دا د دې غونډې د پرېکړه لیک ۱۱ ذکر شوې مادې وې.

وړاندې طالبانو چارواکو ویلي وو، چې په دې غونډه کې له بېلابېلو ۳۵۰۰ کسانو ګډون کړی وو چې په هېواد کې د موجودو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او په ځانګړې توګه د ښځو د کار او نجونو د تعلیم په اړه به له دوی سره خپلې مشورې شریکې کړي خو د یادې ناستې په پای کې د دې ستونزې هېڅ ډول یادونه هم ونه شوه.

XS
SM
MD
LG