د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست رسنيز کرکټ جام د سولې پېغام راډيو وګاټه


د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو سياليو پای لوبه د سولې پېغام راډيو وګټله
د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو سياليو پای لوبه د سولې پېغام راډيو وګټله

د جون پر څلورمه د خوست رسنیز کرکټ جام د اووم پړاو سیالۍ د سولې پیغام راډیو په بریا پای ته ورسید.

دا سیالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ۲۳۰ خبریالان په کې ولوبېدل.

په دا ډول لوبو کې نه یوازې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو تر منځ پېژندګلوي کیږي
ژمن شان

د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا غړي رحمان ګهیځ مشال راډیو ته د خوست رسنیز کرکټ جام په اړه وویل "دا لوبې چې له ۲۵ورځو د خوست په حکیم تڼیوال لوبغالي کې ترسره شوې، د خوست ۹ سیمه ییزې رسنۍ د دغو سیالیو ګډونوالې وې، چې نن ورځ د سولې پیغام د اتلانو په ګټه پای ته ورسیدې. "

د خوست ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا مرستیال ولي الرحمان ګوهر د دې لوبو د اغېزو په باب وویل، دا ځل ددې لوبو لپاره ښه عامه پوهاوی شوی وو. د ده په خبره، هره ورځ دې لوبو ته د پام وړ مینه وال ورتلل او د خبریالانو ترمنځ د پېژندګلوی سربیره یوه ښه تفریح وه.

د خوست رسنیز جام اووم پړاو سیالیو پای لوبه د ژمن شان او سولې پیغام راډیو اتلانو ترمنځ ترسره وشوه چې د سولې پیغام راډیو اتلانو وګټله.

سولې پیغام راډیواتلانو لوبډل مشر کیهان شاه چې په دې سياليو سره د رسنیو تر منځ ناسالم رقابت په مثبته روحیه بدلیږي
سولې پیغام راډیواتلانو لوبډل مشر کیهان شاه چې په دې سياليو سره د رسنیو تر منځ ناسالم رقابت په مثبته روحیه بدلیږي

د ژمن شان لوبډلې لوبغاړي شرین درمان وايي، په دا ډول لوبو کې نه یوازې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو تر منځ پېژندګلوي کیږي بلکې د دوی تر منځ همکاري او همغږي هم ډيریږي.

سولې پیغام راډیواتلانو لوبډل مشر کیهان شاه چې د دوی لوبډلې د اووم پړاو سیالیو دویم ځلي اتلولي خپله کړه وویل، په دې سره د رسنیو تر منځ کله نا کله ناسالم رقابت په یوه داسې مثبته روحیه بدلیږي چې مخاطبینو ته يې ګټه رسیږي. د کیهان شاه په خبره، خبریالان د اړوندو رسنیو له لارې د یو بل غږ اوري خو مخامخ بلدتیا يې په دا ډول برنامو کې کیږي.

د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد سپین روان نورزی هم په وروستیو ۷ کالونو کې د خوست د سیمه ییزو رسنیو په منځ کې د کرکټ لوبې ګټورې بولي او وايي، په دې سره د رسنیو د مسوولانو، خبریالانو او کارکوونکو تر منځ همکاري او همغږي ډېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG