د لاسرسي ځای

تازه خبر

رينا اميري: پر طالبانو بندیزونه د دوی د تګلارو له وجې پر ځای پاتې دي


رينا اميري
رينا اميري

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د طالبانو تګلارې او کړنې د دې لامل دي چې پر دوی بندیزونه او سزاوې پر ځای پاتې وي.

رینا امیري دا خبرې د جولای پر څلورمه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې کړې دي. نوموړې ویلي چې په افغانستان کې ښځې له جنسیتي توپیريزه چلند سره مخامخ دي.

د دې په وینا، د نړۍ په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې له ښځو سره هغسې چلند نه کېږي چې طالبان یې ورسره کوي. رينا اميري له همدې امله تېره اوونۍ د طالبانو له بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي سره له ملاقات انکار هم کړی وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري حکومت چپه او پر ځای یې خپله واکمني پيل کړه. له هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورتهد نجونو پر ښوونځيو بنديز لګولی، ښځې له نارينه محرم بغير له کوره نه شې وتل، مخ پټول یې جبري او په دفترونو کې یې د ښځو کارونه محدود کړي دي.

رینا امیري دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو او قومي مخورو څلور نیم زره کسیزه لویه غونډه کې د طالبانو د حکومت پر ملاتړ ټینګار وشو او تر څنګ یې له امریکا او نړیوالې ټولنې د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه وشوه. خو په دې غونډه کې هم د نجونو د ښوونځیو په تړاو هېڅ کره وړاندیز او پرېکړه ونه شوه.

د غونډې پرېکړه لیک تر ډېره د طالبانو د حکومت پر ملاتړ، رسمیت پېژندنې، پر مخالفت نه کولو، د داعش پرضد پر مبارزې او د وسله وال مخالفت پر ختمېدو متمرکز دی او یوازې په یوه ماده کې په ټولیزه توګه د ښځو، لږکیو د حقونو، تعلیم او پرمختګونو یادونه شوې وه.

یوشمېر افغان سیاستوالانو د طالبانو د دیني عالمانو او مخورو د لویې غونډې او پرېکړه لیک په اړه غبرګونونه ښوولي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جولای پر دویمه له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي ول، هیله من وو چې غونډې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه کړې وای، خو داسې و نه شول.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د طالبانو منتقد رحمت الله نبیل پر پرېکړه لیک کلکه نیوکه کړې او پر ټوېټر یې په بیان کې ویلي وو چې "دا غونډه د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل پر ځای تر ډېره د یوې دستار بندۍ جلسې ته" ورته وه.

یوشمېر بشرپاله سازمانونو د طالبانو پر غونډې انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د استازو نشتوالي وښوده چې طالبان د ښځو حقونو او تعلیم ته ژمن نه دي. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار ستونزه به شرایطو ته په کتو حلېږي. د طالبانو حکومت په وروستیو کې ویلي چې یو کمېسیون یې جوړ کړی چې د نجونو د تعلیم په اړه تګلاره جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG