د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالانو او د حقونو فعالانو د طالبانو پر لویې غونډې انتقاد کړی


د طالبانو د حکومت ویاندان د علماوو غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي - د جون ۳۰مې انځور.
د طالبانو د حکومت ویاندان د علماوو غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي - د جون ۳۰مې انځور.

یوشمېر افغان سیاستوالانو د طالبانو د دیني عالمانو او مخورو د لویې غونډې او پرېکړه لیک په اړه غبرګونونه ښوولي دي.

د طالبانو د حکومت د دیني عالمانو او قومي مخورو درې ورځنۍ غونډه د جولای پر دویمه پای ته ورسېده. د غونډې په پرېکړه لیک کې د طالبانو د حکومت او نظام ملاتړ ښوول شوی خو پکې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څه نه دي راغلي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، هیله من وو چې غونډې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه کړې وای، خو داسې و نه شول.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جولای پر دویمه له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي چې که طالبان نجونو ته د تعلیم اجازه ور نه کړي نو ګڼې کورنۍ به له افغانستانه ووځي. "څرګند او واضح ځواب - د اسلام په رڼا کې ځواب - چې نجونې له خپل مسلم حق چې الله ورکړی او دین ورکړی محرومې نه شي. د دې پایلې به هم ورته ډېرې بدې برېښي چې نجونې له تحصیل [څخه] محرومې شي. نتیجه به یې دا وي چې هغه کورنۍ چې غواړي لوڼه یې تحصیل وکړي هغه به له افغانستانه وځي. نورو هېوادونو ته به ځي. دا یوه مهمه مسله ده، زموږ هم انتظار دا وو چې د علماوو په دې غونډه کې پر دې بحث وشي."

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو شاوخوا ۲۹۰ ورځې تېرېږي.

د طالبانو له خوا د څه باندې ۴،۵۰۰ دیني عالمانو او مخورو په غونډه کې کمو ګډونوالو د نجونو د تعلیم غږ پورته کړ خو په وروستي پرېکړه لیک کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه کره وړاندیز و نه شو.

پرېکړه لیک تر ډېره د طالبانو د حکومت پر ملاتړ، رسمیت پېژندنې، پر مخالفت نه کولو، د داعش پرضد پر مبارزې او د وسله وال مخالفت پر ختمېدو متمرکز دی او یوازې په یوه ماده کې په ټولیزه توګه د ښځو، لږکیو د حقونو، تعلیم او پرمختګونو یادونه شوې وه.

حکمتیار له بي بي سي سره په خبرو کې د طالبانو له خوا د دې غونډې ګډونوال د طالبانو خواخوږي او ملاتړي وبلل او و یې ویل چې طالبانو هغې "غونډې ته اړتیا" درلوده.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د طالبانو منتقد رحمت الله نبیل پر پرېکړه لیک کلکه نیوکه کړې او پر ټوېټر یې په بیان کې ویلي چې "دا غونډه د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل پر ځای تر ډېره د یوې دستار بندۍ جلسې ته" ورته وه.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي یوه نېږدې همکار او سیاستوال کریم خرم البته په پرېکړه لیک کې مثبتو ټکو ته اشاره کړې او پر ټوېټر یې لیکلي، "د علماوو په قطعنامه کې ښه ټکي شته او هیله ده چې سرپرست حکومت پوره او همه جانبه پاملرنه ورته وکړي."

یوشمېر بشرپاله سازمانونو د طالبانو پر غونډې انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د استازو نشتوالي وښوده چې طالبان د ښځو حقونو او تعلیم ته ژمن نه دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار ستونزه به شرایطو ته په کتو حلېږي. د طالبانو حکومت په وروستیو کې ویلي چې یو کمېسیون یې جوړ کړی چې د نجونو د تعلیم په اړه تګلاره جوړه کړي.

اخوا د افغان ښځو په تړاو د جولای پر لومړۍ نېټه په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې بیړنۍ غونډه وشوه چې پکې له طالبانو غوښتنه وشوه چې د ښځو د حقونو د بهترۍ او د هغوی "د منظمې ځپنې پای" ته رسولو لپاره دې د نورو اسلامي هېوادونو پر پل روان شي.

XS
SM
MD
LG