د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د طالبانو د عالمانو غونډې شاوخوا کې ډزې درېدلي


طالبانو د لویې جرګې له تالار سره په شاوخوا سیمه کې امنیتي اقدامات کړي او خلک تالاشي کوي - د جون ۳۰مې انځور.
طالبانو د لویې جرګې له تالار سره په شاوخوا سیمه کې امنیتي اقدامات کړي او خلک تالاشي کوي - د جون ۳۰مې انځور.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په افغان پلازمېنه کابل کې د علماوو او مخورو له لویې غونډې سره په شاوخوا کې ډزې درېدلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جون پر ۳۰مه رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د عالمانو غونډه د ډزو له وجې نه وه درېدلې.

دا تر هغې وروسته ده چې د کابل ښار اوسېدونکو وویل، د پینځمې امنیتي حوزې اړوند د پولیتخنیک پوهنتون په شاوخوا کې د چاودنې او ډزو اوازونه اورېدل شوي.

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې د جون ۳۰مې پېښه تایید کړه.

له ځینو رپورټونو سره سم، د طالبانو مخالفې د مقاومت یوې جبهې په یوه بیان کې د حملې ذمه واري منلې خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای.

د پېښې له ځای سره نېږدې د لویې جرګې په خیمه کې د طالبانو د حکومت په بلنه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه هم روانه وه.

اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې "د غونډې په شاوخوا کې هېڅ ستونزه نه شته".

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې چې د طالبانو وسله والو "ځواکونو" پر "یو مشکوک ځای" ډزې کړي.

مجاهد له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

خو یو بل طالب چارواکي رسنیو ته ویلي چې د کابل په یوه سیمه کې راکټ هم ویشتل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

د طالبانو حکومت له تېرو یوشمېر ورځو راهیسې د علماوو او مخورو لویې غونډې لپاره امنیتي اقدامات کول او له تېرو دوو ورځو راهیسې د لویې جرګې خیمې شاوخوا سړکونه د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلي ول. په همدې حال کې طالبانو د غونډې په شاوخوا سیمه کې امنیتي پوستې هم زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG