د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د هېوادونو د مشرانو له‌ نوملړه د اشرف غني نوم‌ لېرې کړ


د افغانستان ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني، انځور له ارشيفه
د افغانستان ګوښه شوی ولسمشر محمد اشرف غني، انځور له ارشيفه

ملګرو ملتونو پر خپلې وېبپاڼې د نړۍ د هېوادونو د مشرانو له‌ نوملړه، د افغانستان د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني نوم‌ ليرې کړی دی.

پر دې سربېره له دې نوملړه د افغانستان د مخکيني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم هم ليرې شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دې نوملړ کې د دولت مشر، د حکومت مشر یا وزيراعظم او د بهرنیو چارو د وزیرانو نومونه لیکل شوي، خو اوس د افغانستان د دې ټولو لوړو مقامونو ځایونه خالي پاتې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو مخکينی وزير، انځور له ارشيفه
د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو مخکينی وزير، انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې د اشرف غني د مېرمنې رولاغني‌ نوم هم د افغانستان د "لومړۍ مېرمنې" په توګه له دې پاڼې لېرې شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو په وېبپاڼه کې لا هم د افغانستان د لومړۍ درجه واکمن مقام "د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر" په نوم خوندی دی چې د نظام بڼه اسلامي جمهوریت معرفي کوي.

طالبانو خپل اوسني حکومت ته د افغانستان اسلامي امارت نوم ورکړی چې تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی.

غني او اتمر د م م د دې پرېکړې په تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق په دې تړاو خپاره شوي راپورونه پر خپله ټویټرپاڼه د تایید په بڼه خپاره کړي دي.

تر اوسه محمد اشرف غني او محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

اشرف غني او د افغانستان د حکومت يوشمېر پخواني چارواکو د ۲۰۲۱ز م د اګست پر ۱۵م هېواد پرېښود او طالبان پر کابل واکمن شول.

ملګري ملتونه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې تېرو دوو اوونیو کې په دې سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي پر چوکۍ ناندریو زور واخیست.

د فبرورۍ پر څلورمه محمد حنیف اتمر په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش وغوښتل چې د نصیر احمد فایق پرځای، محمد ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومني.

په دا وروستيو کې په م م کې د افغانستان د دایمي استازي پر چوکۍ ناندریو زور واخیست

خو ښاغلي فایق د دې کار په غبرګون کې ادعا وکړه چې د مخکيني جمهوري نظام یو شمېر په فساد ککړو چارواکو هڅې پیل کړې چې د ده د عدالت او حق غوښتنې غږ ټپ کړي.

خو په سبا یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ پر ټویټرپاڼه ولیکل شول چې د ښاغلي فایق دا څرګندونې غیر مسولانه دي او زیاته یې کړه چې د نصیراحمد فایق پر ځای محمد ولي نعیمي خپله دنده پیل کړې، خو ښاغلي فایق مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي وو، دا خبر حقیقت نه‌ لري او دی هلته د افغانستان رسمي او مسوول استازی دی.

له طالبانو مو د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې په اړه د غبرګون پوښتنه وکړه، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه کړ.

طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو غوښتنه کړې چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان چوکۍ دوی ته ورکړل شي، خو لا یې هم دا غوښتنه نه ده منل شوې.

XS
SM
MD
LG