د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلا دېش د افغانستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه


د فبرورۍ پر ۲۳مه نجیب ځدراڼ د بنګلا دېش پروړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ۶۷ منډې جوړې کړې.
د فبرورۍ پر ۲۳مه نجیب ځدراڼ د بنګلا دېش پروړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ۶۷ منډې جوړې کړې.

د بنګلا دېش د کرکټ لوبډلې د درو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د فبرورۍ پر ۲۳مه د چټاګانګ په ظهور احمد چودري لوبغالي کې د سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان نجیب ځدراڼ ۶۷، رحمت شاه ۳۴ او لوبډلمشر ۲۸ منډې جوړې کړې.

د بنګلا دېش له توپ اچوونکو (بالرانو) څخه یې مستفیض الرحمان درې لوبغاړي وسوځول او شکیب الحسن، اشرف الاسلام او تسکین احمد دوه، دوه وېکټې واخیستې.

د بنګلا دېش لوبډلې په ۴۹م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ. د هغې لوبډلې عفیف حسین ۹۳ او مهدي حسن ۸۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري، فضل حق فاروقي څلور او راشد خان او مجیب الرحمان یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د فبرورۍ پر ۲۵مه دویمه سیالي وکړي.

د افغانستان او بنګلا دېش ترمینځ تر اوسه اته نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي چې پینځه یې بنګلا دېش او پاتې یې افغانستان ګټلې دي.

د بنګلا دېش لوبډلې تر اوسه ۳۸۸ یو ورځنۍ سیالۍ کړې دي چې ۱۳۶ یې ګټلي او افغانستان له خپلو ۱۳۲ یو ورځنیو لوبو څخه ۶۵ ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG