د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار سوداګر پر تورخم دروازه د اسانتياوو غوښتنه کوي


د ننګرهار سوداګر وايي، د سوداګرۍ لپاره دې په تورخم کې بېل کاونټر جوړ شي - انځور له ارشیفه.
د ننګرهار سوداګر وايي، د سوداګرۍ لپاره دې په تورخم کې بېل کاونټر جوړ شي - انځور له ارشیفه.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې استازو په افغانستان کې له پاکستاني سفيره غوښتي چې په تورخم دروازه دې د تجارت او د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د یوه سفارتي پلاوي په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۷مه ننګرهار ته ورغلی وو او هلته يې د ولایتي سوداګرۍ خونې له یوشمېر استازو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې واورېدې.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې رييس حاجي ګل مراد عرب مشال راډيو ته وويل چې په وروستیو کې پر تورخم دورازه د محدودیتونو له امله د دوی سوداګريزې چارې تر ډېره کمې شوې دي نو له پاکستاني سفيره يې وغوښتل چې ستونزې دې اړوندو چارواکو سره شريکې او حللارې ورته پیدا کړي. "پخوا به له دواړه غاړو له ۱،۰۰۰ تر ۱،۲۰۰ پورې لاريو تګ راتګ کاوه، خو اوس دا کچه ۵۰۰ ته کمه شوې ده. پخوا چې به په قلم کار کېده، نو ژر به کېده، اوس چې کارونه کمپیوټرې شوي، مشکلات ورسره زیات شوي دي. هیله مو دا ده چې سفیر صاحب زموږ ستونزې یو په يو له ځانه سره نوټ کړي او له پاکستانيو چارواکو سره يې شريکې کړي."

په ننګرهار کې د صنعتي خونې مشر حاجي تور ملنګ په خپلو خبرو کې پر تورخم لاره د ټرانزېټي ستونزو د حل تر څنګ، سوداګرو ته په تګ راتګ کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، " که د تجارانو لپاره يو بېل کاونټر او لاره جوړه شي نو فکر کوم چې د ورځې به تر ۲۵۰ پورې تجاران او صنعتکاران تګ راتګ وکړای شي. د تجارت زياتولو لپاره په کار ده چې دوی ته سهولت ورکړي."

یو بل سوداګر ډاکټر مخلص د تجارتي چارو ټکني کېدو وجه پر تورخم دروازه د پاکستان د بېلابېلو ادارو له لوري د ټرانزیټ ګاډو چېک او کنټرول بهیر وباله. "په تورخم کې د پښتونخوا لوري ته د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپیک) پروژه روانه ده. متاسفانه له صفري نقطې سره په ۵۰ میټرۍ کې [د پاکستان] چېک پوسټ شروع کېږي. ایف سي والا د [ټرانزېټ سوداګرۍ] قرارداد برخلاف فزیکل اګزام کوي. له دې څخه په تېرېدو سره يې سکینر لګولی، له سکینره په تېرېدو خاصه دار، د [نیشنل لاجېسټېک سېل یا اېن اېل سي] او د کسټم مختلف چېکونه وي چې دا زموږ لپاره دردوونکی عمل دی. هیله من يو چې تر هغو چې [د چین پاکستان اقتصادي لارې] ساختماني پروژه ترسره کېږي، نو که په ګلاب ګراونډ (میدان) یا جمرود کې دا انتقالات وشي، خصوصاً د اېن اېل سي دفتر هلته انتقال شي، زموږ ستونزې به ورسره حل شي."

د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې ناسته کې سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ پر وړاندې به شته خنډونه ختم کړي. "زه له دې ټولو ستونزو سره چې تاسو وړاندې کړې، بلکل متفق یم. او زما په اند وخت راغلی دی چې موږ د دې ستونزو د حل لپاره مناسب او ژر عملي ګام پورته کړو."

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشيفه
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشيفه

خان وویل، د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو له وزارت سره د پاکستان د اورګاډو چارو وزارت چارواکي په اړیکه کې دي او پر داسې يو پلان کار روان دی چې د تورخم له لارې جلال اباد ته او د چمن له لارې کندهار ته د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې پيل کړي چې ورسره به نه یوازې د پاکستان او افغانستان په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې پیدا شي، بلکې د تورخم له لارې به له ازبکستان سره سوداګري هم د دې پلان برخه وي.

په تېرو شاوخوا پینځو کلونو کې د پاکستان له لوري پر تورخم او چمن د مقرراتو او د افغانانو لپاره د ویزې شرط له وجې د دواړو خواوو سوداګري اغېزمنه شوې ده خو اسلام اباد په بیا بیا ویلي دي چې د دوه اړخیزه تجارت د پراخولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG