د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګلزمان حماسي سندرو ځوان نسل ته د وطنپالنې فکر ورکړی وو"


د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی او کمپوزر استاد ګلزمان د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې ومړ.

هغه د فبرورۍ پر ۲۵مه، د ۸۵ کالو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې تر ۲۰۰۰ زیاتې سندرې ویلي وې، په لسګونه شاګردان يې روزلي ول او مشهورو سندرغاړو ته یې په سلګونه کمپوزونه هم جوړ کړي ول.

د استاد ګلزمان مړینې د افغانستان د عامو وګړو تر څنګ شاعران او لیکوالان هم خواشیني کړي دي.
شاعر، لیکوال او د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون چې په فکلوريکو سندرو او سروکو له اوږدې مودې راهيسې څېړنه کوي، مشال راډیو سره په خبرو کې د استاد ګلزمان مړینه د پښتو موسیقۍ په ډګر کې يوه لویه ضایعه وبلله.
نوموړی وايی:

"ګلزمان يو وطندوست انسان و او وطندوستي يې په حماسي سندرو کې نغښتې ده. ده د حماسي سندرو په ویلو سره ځوان نسل ته د وطندوستۍ او وطنپالنې فکر ورکړ. هغه فکر چې په حماسي سندرو کې نسلونو ته ورکول کېږي، هغه ژوندی وي، نو ده خلک ژوند ته راوبلل او ژوند يې د وطن په ارامتیا، سوکالۍ او له دې وطن سره په مینه کې غوښت. نو د دې وطن هره مېنه، هره تړه او هره تیږه يې سندریزه کړه او نسلونو ته يې دا وښوده چې په دې وطن کې کوم ارزښتونه خوندي دي. استاد ګلزمان د وطندوستۍ او وطن پالنې یو لوی غر و."

شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ګلزمان استاد د خپل ژوند په اوږدو کې خپلو مینه والو ته د سندرو له لارې خوښي وربخښله، " استاد سره د ډېرو خلکو زړه تړلی و. هغه د موسیقۍ په ډګر کې یو بې تاجه سلطان و."

پیر محمد کاروان د استاد ګلزمان سره د خپل ماشومتوب یوه تړلې خاطره مشال راډیو ته بیان کړه: "موږ چې ماشومان وو، په کلیو کې هغه وختونو کې راډيو ګانې نه وي، یوه نیمه به چا سره وه. یو وخت کې په یوه واده کې چې جینکیو په کې اتڼ کولو، ما یوه ټپه اورېدلې وه، چې ویل يې:
زه په راډيو میینه نه یم ..... زه د راډیو په ګلزمان میینه یمه. دا ټپه زما له ماشومتوبه په ذهن کې ناسته وه."

پير محمد کاروان وايي، بیا چې هغه لوی شو او د استاد ګلزمان سره یې لیده کاته وشول نو ډېر زیات ترې متاثره شو:

"بیا مې چې استاد له نېږدې نه ولېدو، ډېر ملنګ، فقیر او مخلص انسان و. د پښتو موسیقۍ په میدان کې يې ډېر خاص ځای لرلو. د ده د سندرو طرزونه د خلکو په زړونو کې ناست وو او د اواز په علمي رمز هم پوهېده. د ده حماسي سندرې، د ده د اتڼ سندرې، د ده خپلې فولکوریکې سندرې او تر څنګ یې تغزلي سندرې هم ډېرې ښې ویلي دي. ډېر کمپوزونه يې هم جوړ کړي وو. خلکو ته يې خوشحالي ورکوله، اوس چې وفات شوی، الله تعالی دې پرې رحم وکړي."


په ننګرهار کې د هنرمندانو او سندرغاړو ټولنې مشر استاد کمين ګل مشال راډيو سره په خبرو کې، د نوموړي په مړینه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ وویل، استاد ګلزمان د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون ته تلپاتې سندرې ثتب کړي، چې هغه به پرې په پيړیو ژوندی وي:

"ګلزمان استاد يوازې دا نه چې سندرغاړی و، ډېر ښه انسان هم و. ډېر زیات شاګردان يې روزلي وو او د پښتو موسیقۍ لپاره يې ډېر زیات خدمت کړی و. له بهرنیو هیوادونو يې ډېر افتخارات هم راوړي وو. ګلزمان استاد د پښتو موسیقۍ لپاره د راډيو افغانستان د دېرې مجلس له لارې له استاد چمن ګل او محمد دین زاخېل استاد سره په ګډه ډېر خدمت کړی دی. کله کله به زه هم ورسره په دېرې مجلس کې وم."


استاد ګلزمان په ۱۹۳۷زکال د افغانستان د خوست ولایت د علي خېلو ولسوالۍ په چینې سیمه کې زیږېدلی و. په څوارلس کلنۍ کې يې له ټنګ ټکور سره مینه پیدا شوې وه او له خپلو دوه مشرانو ورونو سره چې امان الله يې تبله او مشعل يې باجه غږوله، ډله جوړه کړې وه.

ارواښاد ګلزمان په ۲۰۱۷ ز کال مشال راډيو سره په مرکه کې ویلي ول چې تر ۲۰۰۰ پورې يې سندرې ویلې دې، په لسګونه شاګردان يې روزلي او يو شمېر مشهورو سندرغاړو ته يې په سلګونه کمپوزونه هم جوړ کړي ول.

XS
SM
MD
LG