د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګلادېش د کرکټ په دویمه سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه


بنګلادېشی لوبغاړی لېتن داس د فبرورۍ پر ۲۵مه د سیالۍ پر مهال ځان له رن اوټ کېدو د ژغورلو پرمهال.
بنګلادېشی لوبغاړی لېتن داس د فبرورۍ پر ۲۵مه د سیالۍ پر مهال ځان له رن اوټ کېدو د ژغورلو پرمهال.

د بنګلادېش کرکټ لوبډلې په چټوګرام ښار کې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په ۸۸ منډو ماتې ورکړه.

بنګلادېش د فبرورۍ پر ۲۵مه په سیالۍ کې له پچې ګټلو سره لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکليو ۵۰ اوورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش لېتن داس په بیټېنګ کې ۱۳۶ او مشفق الرحیم ۸۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان فرید احمد دوه او فضل الحق فاروقي او راشد خان یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

د دې په ځواب کې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي د ۴۶م اوور په پیل کې په ۲۱۸ منډو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري نجیب ځدراڼ ۵۴، رحمت شاه ۵۲ او محمد نبي ۳۲ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش تسکین احمد او شکېب الحسن دوه، دوه او عفیف حسین یوه وېکټه واخیسته.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ٢٣مه د دواړو هېوادونو ترمینځ شوې ۵۰ اووریزه سیالي بنګلادېش ګټلې وه.

افغان لوبډله به د بنګلادېش د اوسنۍ دورې پر مهال د کرکټ درې يو ورځنۍ او دوه ۲۰ اووريزې لوبې کوي. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د فبرورۍ پر ۲۸مه په درېیمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

پر دې برسېره به افغانستان او بنګلا دېش د مارچ پر درېيمه او پينځمه نېټه په پلازمېنه ډاکا کې دوه ۲۰ اووریزه سیالۍ کوي.

د افغانستان او بنګلادېش ترمینځ تر اوسه نهه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي چې شپږ یې بنګلادېش او پاتې یې افغانستان ګټلې دي.

د بنګلادېش لوبډلې تر اوسه ۳۸۹ یو ورځنۍ سیالۍ کړې دي چې ۱۳۷ یې ګټلي او افغانستان له خپلو ۱۳۳ یو ورځنیو لوبو څخه ۶۵ ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG