د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست شېخ زاید پوهنتون کې د نجونو او هلکانو د زده کړو بهیر پیل شو


د شیخ زاید پوهنتون په دروازه کې د محصلانو د هرکلۍ لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول>
د شیخ زاید پوهنتون په دروازه کې د محصلانو د هرکلۍ لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول>

د فبروري په ۲۶مه د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان له اوه میاشتني ځنډ وروسته د خوست شېخ زاید پوهنتون د ښځینه او نارینه محصلانو ښوونیز بهیر هم پیل شو.


د تېر زیږدیز کال د اګست په نیمايي کې کله چې پر افغانستان طالبان بیاځلې واکمن شول، په هېواد کې د پوهنتونونو او ښوونځیو ښوونیز بهیر وځنډول شو.

د شیخ زاید پوهنتون په دروازه کې د محصلانو د هرکلۍ لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي ول، د خصوصي ښوونځیو نجونو او هلکانو د پوهنتون محصلانو او استادانو ته د ګلونو ګلدستې ورکړې.

د پوهنتون د بیا پرانیستو د هرکلي غونډه کې ولاړ ې نجونې
د پوهنتون د بیا پرانیستو د هرکلي غونډه کې ولاړ ې نجونې

د شېخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم ټولګي محصل بیت الله مشال راډیو سره په خبرو کې په دې خوښي څرګنده کړه، چې یو ځل بیا د پوهنتون دروازې د دوی پرمخ پرانیستل شوې.

نوموړي وویل: "کله چې موږ پوهنتون ته راغلو، موږ استادان، رئیسان او نور مسوولان لیدل چې موږ ته په لاره کې ولاړ وو، موږ ته يې ګلان راکول، موږ ته مینه راکوله، یقین وکړئ زموږ دومره محبت د درس سره پیدا شوی دی، چې همدا اوس به موږ په درس لګیا کیږو، موږ ستړې نه احساسوو او ددې دردیدلي ملت خدمت لپاره به هېڅکه د ستړیا احسا س ونکړم. "

د شېخ زاید پوهنتون د مسوولانو په وینا، په کومو ټولګیو کې چې د نجونو شمېر له ۱۰ تنو زیات وي، هغوی ته به د زده کړو لپاره بیل ټولګي پرانیستل شي.

د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل عاشق الله اسد وايي، د دوی پوهنتونونه پخوا هم د کرونا د دوو څپو له کبله تړل شوي وو او د وروستي سیاسي تحول له کبله هم بوهنتونونه وتړل شول.

نوموړی زیاتوي، د دوی لوستونه وروسته پاتې شوي او له چارواکو يې غوښتنه داده چې د پوهنتونه ښوونیز بهیر روان وساتي.

د خوست شېخ زاید پوهنتون پرانیستل شو.
د خوست شېخ زاید پوهنتون پرانیستل شو.


د طب پوهنځي یو بل محصل نور نواز خان پکتین وویل، له ډېرې مودې وروسته شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د محصلانو په مخ پرانیستل شو.

د ده په خبره چې له اوږدو رخصتیو ستړي شوي او لوستونو سره هم بې ارتباطه شوي، نو غوښتنه يې داده چې تر دې وروسته يې لوستونه په منظم ډول پرمخ ولاړ شي.

په افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنیدو وروسته د نورو خلکو په شان یو شمېر استادان هم بهر ته ولاړل، خو د خوست پوهنتون استادان وايي، د دوی کوم استاد بهر ته نه دي تللي.

د طب پوهنځي استاد پوهاند بادشاه زار ابدالي وايي، پوهنتونونه د سیاست ځای نه دی، نو د دوی ټوله پاملرنه د محصلانو زده کړو ته ده، نه سیاسي بدلونونو ته.

د شیخ زاید پوهنتون استادان هم د یو شمېر ستونزو او نیمګړتیاوو خبره کوي او وايي، چې د ښه ښوونیز بهیر د پرمخ بیولو په خاطر دې د دوی ستونزې حل شي.

د ښوونې روزنې پوهنځي استاد پوهنیار مهاجر منګل وویل: "مقامات دې د استادانو د کمبود ستونزه په نظر کې ونیسي، دا له پخوا موجوده وه، خو دا چې اوس د نجونو او نارینه وو ټولګي بیل شوي دي، دا ستونزه نوره هم لویږي، دویم د پوهنتون د برېښنا ستونزه ده، درېیمه خبره داده دا چې ټولګي زیات شول مقامات باید د تدریسي خونو جوړولو ته هم پام وکړي."

د خوست شېخ زاید پوهنتون کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو خواوشا ۱۰ زره ښځینه او نارینه محصلان په دولسو پوهنځیو او لسګونو ډيپارتمنټونو کې تحصیل کوي.

د طالبانو حکومت ویلي، چې په روانه میاشت کې به محصلانو ته پاتې شوي درسونه پرمخ یووړل شي او په نوي لمریز کال کې به، د پوهنتونونو نوي ښوونیز سیمسترونه پیل شي.

XS
SM
MD
LG