د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د سولې د چارو پخوانی وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته ستون شوی


عبدالسلام رحیمي ډېره موده د پخواني ولسمشر اشرف غني د دفتر ريیس او په وروستیو کې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړی وو.
عبدالسلام رحیمي ډېره موده د پخواني ولسمشر اشرف غني د دفتر ريیس او په وروستیو کې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړی وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د تېر حکومت د سولې د چارو پخوانی وزیر عبدالسلام رحیمي کابل ته ستون شوی.

د طالبانو د نظام د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، رحیمي ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د امر بالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد الحنفي هرکلی ووایه.

عبدالسلام رحیمي ډېره موده د پخواني ولسمشر اشرف غني د دفتر ريیس او په وروستیو کې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړی وو.

ضیا احمد تکل وايي، امیرخان متقي عبدالسلام رحیمي ته د بېرته راتګ د هرکلي ویلو په ترڅ کې خوښي وښوده او په خپل وطن کې یې "د باعزته" ژوند کولو ډاډ ورکړ.

عبدالسلام رحیمي د پخواني حکومت لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې له بهره افغانستان ته ستنېږي.

د افغانستان د تېر حکومت اکثرو چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وينا، عبدالسلام رحیمي له امیر خان متقي سره په کتنه کې له طالب چارواکو د لوړې حوصلې او زغم غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نظرونو تفاوتونه طبعي وبلل او ویې ویل چې دوی متفاوتو نظرونو ته درناوی لري.

XS
SM
MD
LG