د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست له محبسه ۴۵ بندیان خوشې شول


د چارواکو په وینا، د خلاصو شویو کسانو جرمونه سپک وو
د چارواکو په وینا، د خلاصو شویو کسانو جرمونه سپک وو

د فبرورۍ د ۱۲مې نیټې ناوخته د خوست له محبس څخه ۴۵ بندیان د دې ولایت د بیلابیلو ادارو د یو ګډ پلاوي له ارزونې وروسته ازاد شول او خپلو کورونو ته ولاړل.

پلاوي وویل، چې د خلاصو شویو کسانو جرمونه سپک وو او په بند کې د هغوی تیره شوې موده کافي وبلل شوه او هغوی يې خلاص کړل.

د خوست په محبس کې تر دې وخته ۹۲ کسان په بند کې وو، چې د پلاوي د ارزونې وروسته يې نږدې نیمايي کسان خوشي شول.

د خوست د ښاري محکمې رئیس عزیزاحمد راشد مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د پاتې بندیانو دوسیې به هم محاکمو ته وسپارل شي، تر څو برخلیک يې مالوم شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د بندیانو پلټنه وکړه، مالومه شوه چې د ځینو کسانو جرمونه ډېر واړه وو، د حبس کومه موده چې دوی تېره کړې وه، هغه تعذیر د هیات لخوا ورته کافي وګڼل شو، ۴۵ نفره مو ازاد کړل، د نورو بندیانو په اړه به محکمه حکم کوي، ځينو ته به برئت ورکوي، ځکه تورونه ورباندې شته خو ثبوت يې نشته، ځينې په خپلو جرمونو اعتراف کوي، نو هغوی ته به محکمه خپل حکم اوروي."

د فبرورۍپه اتمه په خوست کې رسنیو د محبس پر بندیانو رپوټ خپور کړ، هغوی شکایت کړی وو، چې په میاشتو، میاشتو په یاد محبس کې بندیان دي، خو برخلیک يې نه دی مالوم.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی نویدالله چې د خوست په محبس کې بندي وو، د هغو کسانو له ډلې دی، چې د هیات لخوا د بند څخه ازاد شو. نوموړی وايي، درې نیمې میاشتې بند يې تېر کړی خو رسنیو سره د شکایت تر شریکیدو وروسته هیات ورغی او دده په ګډون يې د محبس نیمايي بندیان ازاد کړل.

بصیر د خوست د مرکز د ماڼی کلي اوسیدونکی دی، چې درې میاشتې يې د خوست په محبس کې په بند کې تیرې کړې دي. نوموړی وايي، د بند په موده کې دوی ته دیني زده کړې ورکړل شوي او هم د ټولنیزو اړیکو په اړه دوی ته ډېر مالومات ورکړل شول. بصیر د بندیانو لپاره د ټاکلي هیات خوښي څرګنده کړه، چې د څېړنې وروسته يې دوی له بنده خلاص کړل.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکو په ځانګړې ډول له ځوانانو وغوښتل، چې له هغو عملونو ځانونه وساتي، چې دوی راتلونکې ته په زیان تمامیږي. د خوست د امربالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي سیدجمال جمالي وویل، "په اینده کې موږ له ولس او ځوانانو دا هیله کوو چې هغه عملونه چې د ځوانانو عقل زیانمنوي، د هغوی عقیدې ته تاوان رسوي، زموږ د ځوانانو عزت ختموي، هغه که نشه يي مواد دي او یا نور څه په کلکه دې ځانونه ترې وساتي، له ولس هم غواړو چې د دې بدو پدیدو په مخنیوي کې له موږه سره همکاري وکړي. "

په خوست کې طالب چارواکو وویل، چې د طالبانو د لوی مشر او د ریاست الوزراء د هدایت سره سم په ټولو ولایتونو کې د یو شمېر حکومتي ادارو له مسوولینو څخه ګډ پلاوي ګمارل شوي دي.

د هغوی په وینا د پلاوو له خوا د بندیانو د جرمونو او بند د مودې ارزونه کیږي، د کومو کسانو چې جرمونه واړه دي، هغوی خوشي کیږي او د پاتې بندیانو دوسیې د فیصلو لپاره محاکمو ته لیږل کیږي.

XS
SM
MD
LG