عبیدالله بارکزی د مارچ پر ۲۳ درې بجې د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.
ناپېژاندو وسله والو په کندهار کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازى عبيدالله بارکزى په ډزو وواژه.
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مارچ پر ۲۳مه په دوو پرلپسي چاودنو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان دفاع وزارت په نوي کال کې د وسلهوالو مخالفینو پرضد په جګړه کې د لویو بدلونونو د پلان خبر ورکوي.
د بزګر جشن او نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د کرنیزیو او حیواني محصولاتو یو نندارتون، د دې تر څنګ وزلوبه، ملي اتڼونه او د محلي موسیقۍ پروګرامونه هم جوړ شوي ول.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تېر کال يې چې بزګرانو ته کومې اسانتیاوې برابرې کړې وې، ښه نتیجه يې ورکړې ده.
به بلخ کې د نوروز مراسمو اه وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل: "سوله هر افغان ته تر اکسیجن مهمه ده، اما خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي ترې راشي."
د افغانستان دفاع وزارت په ټويټر پاڼه ليکلې چې د ولسي وګړیو پر کورونو د نوروز په غوڼدو درې راکټونه توغول شوي دي.
تر هغه وروسته چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په هغه صورت کې چې د قطر د ناستې چې د مسکو د ناستې په دوام جوړېږي اجنډا ورسره شریکه شي...
د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې بهیر له پېچلتياوو ډکه ده.
د افغان او امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې شلولې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته