د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نوي کال په اوله ورځ د بزګر جشن جوړ شو


په خوست کې نوي کال ولمانځل شو

په خوست کې دا ځل د بزګر عنعنوي جشن د نوي کال په اوله ورځ د ښار په تفریحي غونډۍ کې جوړ شو.

دې لمانځنې ته، چې د خوست له مرکز او ولسوالیو ګڼ خلک ورغلي ول، د غونډۍ په څنډو-څنډو کې یو شمېر ځوانانو او کورنیو د نوي کال په مناسبت میلې هم جوړې کړې وې.

د بزګر جشن او نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د کرنیزیو او حیواني محصولاتو یو نندارتون، د دې تر څنګ وزلوبه، ملي اتڼونه او د محلي موسیقۍ پروګرامونه هم جوړ شوي ول.

په خوست کې د بزګر جشن د لمانځنې د کمیسیون غړي عبدالبصیر محمدزی مشال راډیو ته وویل، چې دوی د ښار په تفریحي غونډۍ باندې پدې مناسبت ښه تدابیر نیولي دي.

دی وايي، په پیل کې په ځانګړو مراسمو د افغانستان ملي بیرغ پورته کیږي، وروسته به مراسمو ګډونوال د کرنیزو او حیواني محصولاتو له نندارتون کتنه کوي او په تعقیب به يې وزلوبه ترسره شي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ۱۳۹۸یم لمریز کال به په افغانستان کې د سولې او امنیت کال شي.

د خوست د کرنې او مالداری رئیس حفیظ الله وايي، چې د بزګر جشن یوه ملي ورځ ده او په همدې پار يې د یاد ولایت د کرنیزو او حیواني تولیداتو یو نندارتون جوړ کړی دی.

دی زیاتوي، له دا ډول نندراتونونو يې موخه داده چې د خوست تولیداتو ته په ملي او نړیواله کچه بازار موندنه وشي.

دی د بیلګې په توګه جلغوزي یادوي، چې اوسمهال بهرنیو مارکیټونو ته صادریږي.

پدې نندراتون کې هرې ولسوالۍ ځانته-ځانته د خپلو محصولاتو غرفې درلودې.

د سپیرې ولسوال هم چې د خپلې ولسوالۍ غرفې مخې ته ولاړ وو، وویل، د دوی مهم کرنیز او حیواني محصولات جلغوزي، اوږه، پیاز، جوار، اوربشې، لوبیا، مۍ، غنم، چارمغز، ګبین، مڼې، کوچ او غوړي دي.

تفریحي غونډۍ ته د نوي کال د لمانځنې لپاره د یاد ولایت د بیلابیلو سیمو ځوانان او اوسیدونکي ورغلي ول.

د قاضي په نوم د خوست یو اوسیدونکي وویل، چې د نوي کال د لمانځنې لپاره يې پوره چمتوالی نیولی او دی هیله لري، چې پدې کال کې د جګړو ناخوالې پای ته ورسیږي.

که څه هم د خوست د تفریحي غونډۍ په ګډون د یاد ولایت یو شمېر میله ځایونو ته ځوانان او خلک ورغلي، خو ځینې کسان وايي، چې د نوي کال په لمانځنې وروستیو امنیتي پيښو اغېز کړی او د خلکو ګډون په کې د نورو کلونو په پرتله لږ دی.

د سردار شفق په نوم یو خوستی ځوان وايي، چې وروستیو امنیتي پيښو خلکو سره انديښنې پیدا کړي او د نوي کال په لمانځنه کې يې ونډه کمه شوې ده.

یو بل خوستی ځوان موسی احسان وايي، چې ځوانان د نوي کال په شپو ورځو کې د میلو او ساعتیریو لپاره په بیلابیلو سیمو او میله ځایونو کې پروګرامونه لري، خو د د تېرو کلونو په پرتله يې ګډون لږ دی.

خوست کې له پخوا نه د نوي کال په ورځ خلک په ځانګړي ډول ځوانان میله ځایونو او زیارتونو ته ځي، میلې جوړوی او یو بل نه د نوي کال مبارکۍ ورکوي او دا څلور لسیزې هر نوی کال په دې تمه پیلوي، چې ګوندې جګړې به ختمې شياو هغوی به د سوله ییز او ارامه ژوندانه څښتنان شي، خو د نورو کلونو برخلاف پدې وروستیو کې د امریکا او طالبانو پرلپسې خبرو اترو ته په کتو د افغانانو په منځ کې د تلپاتې سولې هیلې ډېرې شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

روسيه کې د زهرجنو اوبو ډنډ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG