د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه به نور د دفاع پر ځای پر دښمن یرغل کوي: دفاع وزارت


ارشیف، افغان سرتېري د عملیاتو پرمهال
ارشیف، افغان سرتېري د عملیاتو پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وسله‌والو مخالفینو پروړاندې د جګړې په ډګر کې د اغېزمنو نتیجو د ترلاسه کولو لپاره اووه پلانونه په پام کې نيولي دي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل په پنجشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې بدلونونو په نتیجه کې به:

  • پوځي کاروايانې به له ځانساتنې څخه یرغل ته ځي.
  • د جګړې په قومانده کې به بدلون راځي.
  • د درغلۍ پرضد به کلکه مبارزه کېږي.
  • په تکتیکي برخه کې به یوه واحده قومانده رامنځته کېږي.
  • د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال به د ولسي وګړیو مرګژوبلې راټیټولو هڅې کېږي.
  • د ۱۳۹۸/۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت به نیول کېږي.
  • د افغان سرتېرو د مسلکي وړتیا لوړولو لپاره پلانونه به عملي کېږي.

د پوځي عملیاتو په تېره په هوايي حملو کېد ولسي وګړیو مرګژوبلې په ۲۰۱۸/ ۱۳۹۷ کال کې د خورا زیاتې اندېښنې وړ مسئله وه.

د دفاع وزارت ویاند منګل وویل چې وسله‌وال مخالفین تل له ولسي وګړیو د انساني سپر په توګه کار اخلي، خو هغه زیاته کړه چې سږ کال کې به د تعرضي عملیاتو په زیاتولو سره د ولسي وګړیو د مرګژوبلې پېښې هم راکمې شي.

منګل زیاته کړه:

"موږ به له دفاعي حالته تعرضي حالت ته ځو. تعرضي حالت داسې چې د دښمن مورچې به پیدا کوو. د هغوی اهداف به پیدا کوو، د دوی ګروپي اهداف چې له هغه ځایه خپل پلانونه جوړوي. موږ به پر دوی تعرض کوو. په‌دې تعرض کې به دښمن ته اجازه نه ورکول کېږي چې راشي له ملکي وګړو او د هغوی له کورونو د سپر په توګه کار واخلي."

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ
د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

د افغانستان دفاع وزارت په مهمو برخو کې د لویو بدلونونو خبر په‌داسې حال کې ورکوي چې د هېواد د امنیتي- دفاعي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د جګړو نوی فصل په پیلیدو دی.

هرکال د نوي هجري لمریز کال له پیلېدو سره سم د افغانستان خلک په تېره هغوی چې په ناامنه سیمو کې مېشت دي د جګړو له پیله اندېښمن وي.

ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو څو کلونو کې په خپلو راپورونو کې ویلي چې تر ټولو زیات ملکي وګړي د وسله‌وال طالبانو او داعش ډلې په حملو کې او په دوهم ګام کې د افغان امنیتي دفاعي ځواکونه په عملیاتو کې مړه او ټپیان کېږي خو وسله‌والو طالبانو دا ادعاوې په پرله‌پسې ډول رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG