د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پخوانی ملکي روغتون بیا فعال شو


خوست کې پخوانی ملکي روغتون بیا فعال شو
خوست کې پخوانی ملکي روغتون بیا فعال شو

تر هغه وروسته چې د مارچ پر ۱۹مه د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.

د خوست پخوانی ملکي روغتون چې په ښار کې دی او خلکو ورته نسبتاً ډېر لاسرسۍ لاره، نویو ودانیو ته تر انتقال وروسته په کې تر ډېره د روغتیا د سکټور ادارې چارې پرمخ بیول کیدې.

د مارچ پر۲۰مه ناوخته د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چې پخوانی ملکي روغتون او پدې ځای کې ولاړ امبولانسونه چې روغتیايي تجهیزات لري بیرته فعال شول.

منګل زیاته کړه، په نږدې راتلونکې کې به د خوست د شیخ زاید پوهنتون کدري روغتون هم فعال شي او ولایتي روغتون کې به د تخصص برنامه پرمخ ځي.

د ده په وینا چې دا اقدامات يې د خلکو لپاره د ښو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کړي دي.

د خوست مشرانو او مدني فعالانو پخوا هم څو-څو ځلې ولایتي ادارې او نورو چارواکو څخه غوښتي ول، چې په پخواني روغتون کې د خلکو لپاره یو شمېر لومړني روغتیايي خدمتونه پیل کړي.

مدني فعال او د نظر خاوند زاهدشاه انګار وايي، یاد روغتون به د هغو بیمارانو د درملنې لپاره ډېر ګټور وي، چې دې روغتون ته ورته لاسرسۍ اسانه وي:

((د خوست د پخواني ولایتي روغتون فعالول د خوښۍ خبره ده، ځکه چې د خوست د نیمايي ولسوالیو او سیمو اوسیدونکو تل دا ګیله کوله، چې اوسنۍ ولایتي روغتون له دوی نه په لیرې سیمه کې پروت دی او د دوی لاسرسۍ هلته مشکل دی.))

زاهدشاه انګار زیاتوي، چې اوسنۍ ولایتي روغتون د سلو بسترونو په ظرفیت فعالیت کوي، خو کچیرې دې پخواني روغتون ته هم د سلو بسترو د ظرفیت تشکیل او روغتیايي امکانات ورکړل شي، نو تر ډېره به خوستوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ستونزوه هواره شي.

د خوست چارواکي وايي، چې د خوست پخواني ملکي روغتون ته نوی روغتیايي پرسونل او نور طبي خدمتونه منظور شوي دي.

بلخوا د خوست د خصوصي سکټور ډاکټران وايي، چې نن د چارشنبې ورځې ناوخته يې د ولایتي چارواکوسره تر تفاهم وروسته اعتراض پای ته ورساوه او ډاکټرانو خپل کتن ځایونه، خصوصي روغتونونه او کلینکونه د ناروغانو پر واندې بېرته پرانیستل.

ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ وویل، د ډاکټرانو غوښتنه داوه، چې لدوی دې هم د نورو ولایتونو په شان مالیه اخیستل کیږي او د جوازونو اسانتیا دې دلته ورته برابره شي، چې ولایتي ادارې يې غوښتنې ومنلې او پدې توګه ډاکټرانو خپل اعتراض پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG