د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان ملي امنیت له سلاکار سره اړیکې وشلولې


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغان او امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

محب تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سخت انتقادونه وکړل.

په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازیو ترمنځ پر روانو خبرو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له تند انتقاد وروسته، د امریکا یوه جګپوړي ډيپلومات ولسمشر اشرف غني ته ویلي دي چې امریکايي چارواکي له دې وروسته له محب سره اړیکې بندوي.

روېټرز خبري اژانس په دې اړه د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی دی.

محب د تېرې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور ولګاوه چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، خو برعکس د افغان حکومت مشروعیت اخلي.

هغه ویلي خلیلزاد ښايي د یوه لنډمهالي حکومت د جوړولو هڅه کوي، چې د وایسرای په توګه پکې کار وکړي.

وایسرای د بریتانوي استعمار پر مهال د هند د نیمې وچې لپاره د ادارې مشر لقب و.

سرچینو روېټرز ته ویلي چې له دې څرګندونو یوه ورځ وروسته په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ډیوید هېل له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون تماس ونیو او ورته ویې ویل چې محب له دې وروسته واشنګټن ته نه شي تللی.

یو پخوانی افغان چارواکی چې د موضوع د حساسیت له وجې نه غواړي خپل نوم افشا کړي، وايي هېل ولسمشر غنی ته وویل چې د امریکا ملکي او پوځي چارواکي به له دې وروسته له محب سره په کابل او واشنګټن کې خپل تماسونه بند کړي.

دغه پخواني چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې له دې څرګندونو د امریکايي چارواکو هدف دا دی چې ولسمشر غني د ملي امنیت د سلاکار لېرېکولو ته اړ کړي.

د امریکا په کانګرس کې یوې سرچینې له روېټرز اژانس سره په خبرو کې منلې ده چې د محب د لېرېکولو لپاره پر ولسمشر غني فشار د دې مسئلې د حل یوه لاره ده، ځکه چې د نوموړي په وینا، د افغانستان ملي امنیت شورا غړیو ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت بودجه (پانګه) ورکوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي د تېرو پنځو پړاوونو په خبرو کې افغان حکومت ګډون نه درلود او ځکه په دې خبرو کې له پرمختګ وروسته د ولسمشر غني په ګډون افغان چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د سولې په خبرو کې د ښځو د تعلیم په څېر د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید خوندي پاتې شي.

​حمدالله محب په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر په توګه له دندې وروسته د ملي امنیت د سلاکار په دنده وګمارل شو.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او افغان حکومت سمدستي په دې اړه څه نه ويلي، خو په قطر کې د افغانستان سفیر فیض الله کاکړ د مارچ پر ۱۸مه له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه باید نور هېوادونه خبرې اترې و نه کړي.

طالبانو او امریکايي چارواکو تایید کړې چې د دوی په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش او همداراز د دې ضمانت په اړه خبرې شوي چې د افغانستان له قلمرو څخه به د نورو هېوادونو پرضد فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي.

کاکړ ویلي چې یوازې افغان حکومت په دې اړه پرېکړه کولای شي چې د افغانستان قلمرو باید د نورو هېوادونو پرضد و نه کارول شي.

XS
SM
MD
LG