د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وینو سره مله سوله نه منو: ولسمشر غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نوروز د بلخ په مرکز مزار شریف کې ولمانځلو او هلته یې د حضرت علی رض په زیارت کې افغان ولس ته په خپله وینا کې د تلپاتې سولې په راتلو ټینګار وکړ خو زیاته یې کړه چې له وینې سره مل سوله ورته د منلو نه ده.

د نوموړي په وینا: "سوله هر افغان ته تر اکسیجن مهمه ده، اما خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي ترې راشي."

د هېواد ولسمشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د هېواد له امنیتي او ملکي ادارو وغوښتل ترڅو د انتخاباتي کمیسیونونو په چارو کې مداخله ونه کړي او د شفافه ټاکنو ترسره کېدو ته زمینه هواره کړي.

ولسمشر غنی زیاته کړه چې د انتخاباتي کمیسیونونو خپلواکي او وروستیو تصمیمونو ته احترام لري، خو پس له دې به د انتخابات د نېټې ځنډول هغه ته د منلو وړ نه وي.

ولسمشر غني په دې اړه وویل: " ټولو دفاعي، امنیتي او ملکي ادارو ته زما هدایت دا دی، چې په انتخاباتو کې دې بې طرفه پاتې شي، نور په هېڅ ډول په انتخاباتو کې ځنډ به مونږ ته د منلو نه وي."

په بلخ کې د نوروز جشن په مراسمو کې ګډونوال وايي چې دا جشن په ډېرو امنیتي تدابیرو سره په سوله ییزه فضا کې ترسره شو، او دوی هیله لري چې ۱۳۹۸ کال افغانستان لپاره د سولې، امنیت او سوکالۍ کال وي.

په مزارشریف کې د نوروز جشن دوه ګډونوال یې په اړه وايي: " زما نوم علی دی، د نوروز مراسم په مزارشریف کې په امنه فضا کې ترسره شول، د سولې په اړه د ولسمشر خبرې ډېرې مهمې وې، هیله مو دا ده چې ژر وطن ته سوله راشي."

" زما نوم علي سینا دی، هیله لرو چې نوی کال د سولې، امنیت او خپلواکۍ کال وي، هر افغان په هوساینه کې ژوند وکړي، مونږ هیله لرو چې هېواد ته مو دایمي سوله راشي."

په مزارشریف کې د نوروز جشن د لمانځې لپاره له یوې اونۍ راپه دېخوا کلک امنیتي تدابیر پلان شوي وو، وروسته له هغې چې د بلخ د نوي امنیې قومندان عبدالرقیب مبارز د معرفي کېدو پر سر د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پلویانو او د ځانګړو پولیسو د ۸۸۸ امې قطعې ترمنځ وسلواله نښته وشوه، د نوروز د امنیتي چارو مسولیت ملي اردو ته وسپارل شو.

راپور: مجیب الرحمن حبیبزی

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پاکستان ته د برتانیا شاهي جوړې سفر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG