د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د قطر په ناسته کې د ګډون لپاره شرط لرو'


آرشیف، په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د سولې د عالي شورا مسؤلین
آرشیف، په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د سولې د عالي شورا مسؤلین

په قطر کې راتلونکې میاشت کېدونکیو افغان امن مذاکراتو په باب د افغانستان سولې عالي شورا چارواکي وايي، که له یوې څرګندې پتې یا ادرسه رسمي بلنه ورکړل شي نو ګډون به پکې وکړي.

یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د مسکو ناستې په دوام د سولې دوهمه ناسته چې په اپریل میاشت کې جوړېږي لسګونه افغان سیاسي څېرې او طالب استازې به پکې برخه واخلي.

د افغانستان سولې د عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري د مارچ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وویل چې د سولې په هدف به له هر فرصته ګټه واخېستل شي.

نوموړي زیاته کړه:​ "په‌ داسې حال کې چې د غونډې د برنامې او اجنډا په اړه د سولې عالي شورا سره لازمې مشورې وشي، د سولې عالي شورا دا چمتوالی لري هغه فرصت چې راغلی او یا راځي استفاده ورنه وکړي، لومړی دا چې اجنډا له موږ سره شریکه شي او بل له تعریف شویو چینلونو موږ ته رسمي بلنه راولېږل شي، په هغه وخت کې د سولې عالي شورا به هېڅ فرصت له لاسه ورنه‌ کړي. "

د راپورونو له مخې د قطر د سولې ناسته به د مارچ میاشتې په نیمايي کې ترسره شي.

د قطر ناسته د مسکو له ناستې وروسته ترسره کېږي، هغه ناسته چې افغان حکومت په‌ کې ګډون نه وکړي او ویلي و چې د مسکو ناستې هېڅ پایلې نه درلودلې.

د مسکو له ناستې وروسته وټاکل شوې چې په‌ دې اړه به بله ناسته په قطر کې وشي.

مسکو په ناسته کې چې د روسيې په کوربه‌توب جوړه شوې وه په‌کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان شاوخوا ۴۰ سیاسي څېرو له طالب پلاوي سره د سولې په اړه نظرونه تبادله کړل.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت تایید کړې ده چې د دغه هېواد سفیر جان باس د سولې په موضوع د يو شمېر افغان سیاسي څېرو او مدني ټولنو لیدنې کتنې پیل کړي دي.

يو شمېر رسنیو په قطر کې د روسیې د سفیر په حواله ویلي چې دوحه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره بین‌ الافغاني مذاکرات کوي او په‌ دې هڅه کې ده چې په‌ دغو مذاکراتو کې د افغانستان حکومت او د روسیې استازي هم ګډون وکړي.

بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د د مارچ پر ۲۰مه امریکا ته روان شو.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه او حامد کرزي ته يو له نېږدې سیاست مدارانو څخه شهزاده مسعود وايي، پخوانی ولسمشر کوښښ کوي چې د قطر د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې افغان حکومت هم ګډون وکړي.

وموړي زیاته کړه:​"کرزی ډېر کوښښ کوي چې د افغانستان مذاکره کوونکی ټیم هم په کې شامل وي چې حکومت هم په‌ کې شاملېږي، هغه د ملي ګټو لپاره غواړي چې ان حکومت په‌ دغه ناسته کې دخیل شي."

د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې تر دې مهاله د قطر د بین‌ الافغاني مذاکراتو په اړه څه نه‌ دي ویلي، خو د طالبانو د قطر د دفتر یوې سرچینې مشال راډيو ته تاييد کړې چې دغه ناسته به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې پر۱۵مه جوړه شي او په زیات احتمال د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي به په‌ کې په شخصي ډول برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG