د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې بهیر له پېچلتياوو ډکه ده.
خليلزاد د مار چارچ پر ۱۹مه شپه په ټویټر کې ليکلي چې د مارچ پر ۱۹يې د واشنګټن لپاره د افغانستان له سفيرې رويا رحماني سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې په بهیر کې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې وکړې.
خليلزاد د سولې بهیر ته په اشاره يادونه کړې، دغه لار چې ورباندې قدم اخلو، نه مستقيمه ده او نه هم اسانه.
په قطر کې د زلمي خليلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو ١٦ ورځې دوام وکړ.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د مارچ پر ۲۰مه په دوه ورځني سفر واشنګټن ته ځي او له امريکايي لوري سره به د طالبانو له استازو سره په وروستیو خبرو کې چې د قطر په پلازمېنه کې ترسره شوي، د ممکنه پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.
خو د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور ولګاوه چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، خو برعکس د افغان حکومت مشروعیت اخلي.