د ننګرهار چارواکي وايي چې اوس هم د کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله د دې ولایت په لرې پرتو سيمو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی نه لري او له خپلو بینادي حقونو څخه محرومې پاتې دي.
د مارچ پر نهمه، مازدیګر مهال په لوړ ولور د ښځو د ودولو د ټولنیزو زیاتونو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین په خاطر یو موټریز کاروان، چې یو شمېر بایسکل ځغلونکو يې ملتیا کوله، د ښار په عمومي جادو او کوڅو کې لاریون وکړ.
د افغانستان په خوست کې دا ځل د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځايي چارواکو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د یو شمېر وژل شویو سرتیرو میندو، اولادونو او میرمنو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته شوې ده.
افغان حکومت وايي چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو له ټول جریانه خبرېږي او سلا مشورې ورسره کېږي.
په دې وروستيوو کې د افغان طالبانو او امريکايانو تر منځ په قطر کې خبرې تېزې شوي دي. افغان مېرمنې وايي په دې خبرو اترو کې بايد د ښځو حقونه ونه خوړل شي. د دوی په وېنا شوې پرمختګونه بايد وساتل شي. مشال راډيو د ځينو فعالو افغان مېرمنو خبرې راخيستې دي.
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې پایداره سوله هغه وخت راتلی شي چې افغانان په خپلو کې خبرو ته سره کېني. په افغانستان ...
د مارچ پر اوومه د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو نجونو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.
د کابل ښار په لوېدیځ کې د پنجشنبې پر ورځ د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځغونډه له راکټي بریدونو یو تن وژل شوی او اوولس نور ژوبل دي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي نن سهار پنځه بجې پنځو ځانمرګو بريدګرو هوايي ډګر ته نږدې د (اېم کيو) په نوم پر يوه شخصي ساختماني شرکت ډله ييز بريد وکړ.
د مارچ پر ۵مه خبرپاڼه کې یې راغلي چې ملا غني برادر د افغانستان بنیادي اډانې لکه انرژي، ټرانسپورټ او د زده کړې سېکټرونو په ودانولو کې د ازبکستان مرستو او هڅو ته هرکلی ویلی.
پراګ- په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د هڅو په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دغو هڅو پر یووالي ټینګار کوي.
دا خبره د شورا د اجراییه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد د مارچ پر درېیمه مشال راډیو ته تایید کړه
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته