د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دوو چاودنو څلور تنه وژلي دي


د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مارچ پر ۲۳مه په دوو پرلپسي چاودنو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت مقام په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په وژل شویو کې یود اقتصاد ريئس محمد خان نصرت ، یو عام وګړی او یو پولیس شامل دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک مشال راډيو ته وويل چې په ټپيانو کي د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی ، د سرحدي ليوا قومندان ظاهر ګل مقبل او د اطلاعاتو او فرهنګ ريئس حميدالله وياړ شامل دي.

پيښه د نوروز په مناسبت د بزګر په جشن کې ولايت مقام ته نږدې د کرزي په نوم ورزشي لوبغالي کي شوې ده.

د هلمند والي محمد یاسین خان په سطحي توګه زخمي شوی.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه د بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده.

XS
SM
MD
LG