د لاسرسي ځای

تازه خبر

حیات الله حيات: ټاکڼې به په شفاف ډول تر سره شي


په ننګرهار کې د ټاکنو بهیر.
په ننګرهار کې د ټاکنو بهیر.

د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون چارواکو په جلال اباد کې په يوه مطبوعاتي ناسته کې وویل چې که دولتي چارواکو د ټاکنو په بهير کې د کوم کانديد په ګټه يا تاوان کار وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

دغه مطبوعاتي ناسته چې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې وشوه، د ننګرهار والي حیات الله حیات او د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو د کمیسیون ویاند علي رضا روحاني په کې برخه لرله.

روحاني په دې مطبوعاتي ناسته کې وویل چې که د ټاکنو په بهیر کې کوم دولتي کارمند د کوم کاندید په ګټه يا تاوان فعالیت تر سره کړي، دوی به ورسره قانوني چلند وکړي.


دی وايي:

(( که دولتي مسوولین او کارکوونکي د ټاکنو په چارو کې د کوم کانديد په حق کې تبلیغات وکړي او یا هم د دولتي او نظامي وسایطو نه په استفاده، د کوم کاندید په ګټه يا تاوان کار کول جدي منع او جرم دی. موږ به يې په قاطع ډول څارو او قانوني چلند به ورسره کوو.))

د ننګرهار والي حیات الله حیات په دغه ناسته کې وویل، دوی به هېچا ته دا اجازه ورنه کړي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي:

(( موږ به هيچا ته د ولسمشر د هدایات په اساس که هغه دولتي کارمندان دی او یا نور اشخاص دي، د دې اجازه ورته کړو چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، یا مداخله وکړي او یا د خپل اثر و رسوخ نه کار واخلي. هر هغه دولتي چارواکي یا مسوول چې د هغوی د کورنۍ غړي ولاړ دي، هغوی به جدي زموږ تر څار لاندې وي.))

د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون د ولسي جرګې لپاره يو شمېر نوماندان د نوماندۍ له لیسته ويستلي. د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو کمیسیون مشر عبدالعزیز اریایي د دې پوښتنې په ځواب کې چې يو شمېر داسې کانديدان لا هم د نوماندۍ له لسته نه دي وتلي چې جرمي سابقې لري او د دولتي ځمکو په غصب کې نوم لري، وویل:

(( په دې ارتباط چې څومره کسان له لسته حذف شوي یا نه دي شوي، موږ سره اسنادو خبرې کړي دي. دې کې هېڅ شک نشته چې هر هغه څه چې موږ په اسنادو کې موندلي په هغې مو پرېکړه کړې ده. او په دې رابطه چې د زورواکانو، حکومتي چارواکو او سیاستوالو مداخله موجوده وه، موجوده ده او موجوده به وي، خو دا موږ يو چې مقاومت مو کړی او د افغانستان خلک دې په موږ باور وکړي چې په تېر کې مو مقاومت کړی او په راتلوونکي کې هم مقاومت کوو.))

د ننګرهار د ټاکنو د شکایاتو کميسیون چارواکي وايي چې د ټاکنيز کمپاین تر مخه ورسره د ۲۶ ویشت کاندیدانو په اړه شکايت ثبت شوي وو چې یوولس تنه يې نقدي جريمه کړي، لسو تنو ته يې توصیه کړې او پينځو تنو ته يې اخطارونه ورکړي او د ټاکنيز کمپاین له پېلېدو وروسته ورسره ۴۵ مورده د ټاکنیزو سرغړونو شریک شوي دي.


د ذکر وړ ده چې ننګرهار ته د افغانستان د شکایاتو کمیسیون مشرتابه او کمشنرانو له مطبوعاتي ناستې وروسته د ننګرهار د یو شمېر دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو سره هم ناسته وکړه او د ټاکنو په اړه يې د هغوی نظریات واورېدل او د خلکو پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.


XS
SM
MD
LG