د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پرېمیر لیګ په شارجه کې پېلېږي


د افغانستان پرېمیر لیګ لوګو
د افغانستان پرېمیر لیګ لوګو

د افغانستان پریمیر لیګ په نامه لومړي تجارتي کرکټ ټورنامنټ لوبې د اکتوبر له ۵ مې د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې پیل شي.

په دې ټورنامنټ کې به د پنځو لوبډلو ترمنځ ټولې ۲۳ لوبې تر سره کېږي او د پای لوبه به یې د اکتوبر پر ۲۱مه په هم دې شارجه میدان کې لوبېږي.

د لوبډلو نومونه بلخ اتلان ، کابل ځوانان ، کندهار باتوران ، ننګرهار پړانګان او پکتیا زمریان اېښودل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر عاطف مشال وايي ، د دې ټورنامنټ جوړولو لپاره یې د نوور همکارانو په مټ ډېره خوارۍ کړې وه.

عاطف مشال وویل ، دا ټورنامنټ یې داسې ترتیب کړی دی چې که تاوان وکړي هم نو د افغانستان د کرکټ بورډ ته یې زیان نه رسېږي.

نوموړي وویل چې کرکټ بورډ او افغان لوبغاړو ته د مالي ګټې تر څنګ به افغان لوبغاړي او کارکونکي زده کړه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اوسني مشر عزیزالله فضلي مشال راډیو ته وویل ، دا ټورنامنټ په ځانګړې توګه د افغان لوبغاړو د تجربې لپاره ډېر مهم دی.

په نړۍ کې د کرکټ یو شمېر داسې تجارتي ټورنامنټونه شته چې د وخت له تېرېدو سره اوس ډېر بریالي دي.

په دوي کې د اسټرالیا بیک بېش ، د ویسټ انډیز کېروبین لیګ او د هند انډین پریمیر لیګ او داسې نور شامل دي.

پاکستان هم دې ته ورته لیګ پیل کړی چې نه زیاتره لوبې یې په متحده عرب اماراتو کې شوي دي او هغسې نه دی بریالی شوی لکه پورته یاد شوي لیګونه.

د کرکټ پوهانو په وینا ، داسې لیګونه هغه وخت بریالي وي چې په خپل هیواد کې وي او ډېر خلک یې لیدو ته ورځي.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان پرېمیر لیګ به تر کومه حده بریالی شي چې هلته مېشت کرکټ مینه وال ځان ته ورجلب کړي.

عزیزالله فضلي وویل ، د دوي داسې نه ګڼي چې په لومړي ځل دې دا ټورنامنټ په بې سارې توګه بریالی وي خو دوي یې پر وخت پیل ، سرته رسېده او هرکال دوام مهم بولي.

عزیزالله فضلي وویل ، دی په اماراتو کې پر مېشتو افغانانو په ځانګړې توګه غږ کوي چې د لوبو پر وخت د شارجې میدان ته ورشي او د ټورنامنټ په بریالي کولو کې رول ولوبوي.

په دې لوبو کې به د نړۍ د مشهورو څهرو لکه شاهد اپرېدي ، کریس ګېل او برېنډن مکولم په ګډون د بېلا بېلو هیوادونو ۲۳ لوبغاړي هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG