د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له دوشنبې په جلال اباد کې خپله کونسلګري بیا پرانیزي


په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ یوه څنډه
په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ یوه څنډه

جلال اباد ـ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اکتوبر په اوومه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، د افغان چارواکو تر ډاډګېرنې وروسته یې د دې اقدام پرېکړه کړې او د دوشنبې پر ورځ خلک کولای شي چې د ویزو لپاره کونسلګرۍ ته ورشي.

ټاکل شوې وه چې کونسلګري د یکشنبې پر ورځ پرانیستل شي خو سهار چې خلک ورغلل نو د کونسلګرۍ چارواکو ورته وویل چې په کابل کې سفارت ورته لا په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري د اګست د ۲۹مې نېټې راهيسې د وېزو ورکولو کار بند کړی. د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایتي ادارې اعلان وکړ چې د يکشنبې له ورځې به په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګري د وېزو د ورکړې کار پیل کړي. خو لا هم د پاکستان قونسلګري د خلکو پر مخ بنده ده.


د څه باندې يوې میاشتې راهیسې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري د پاکستان د وېزو لپاره د خلکو پر مخ تړلې او په زرګونه خلک د وېزو د اخیستو لپاره په انتظار دي.

د ننګرهار اوسېدونکي چې د وېزو د اخيستو په پار قونسلګرۍ ته ورغلي، د قونسلګرۍ په بندېدو خفه دي. د احسان الله په نوم یو تن مشال راډیو ته وویل:

((موږ ډېر زیات خوشاله شوو چې د وېزو کار بيا پیلیږي، ځکه موږ ډېرو زیاتو مشکلاتو سره مخ يوو، زیاتره کورنۍ داسې دي چې نيم دلته اوسېږي او نيم په پاکستان کې یا دا چې اکثره مریضان ډېر سخت وي، پاکستان ته د تګ لپاره له ډېرو مشکلاتو سره مخ وي. اوس چې کونسلګرۍ ته لاړو، هلته مو وکتل چې کونسلګري بنده ده، موږ ډېر زیات خفه شوو.))

د خلکو د دې ستونزو پر وړاندې د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي چې د کونسلګرۍ د بېرته بنديدو ستونزه يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سره شريکه کړې او تمه لري چې ژر به دا ستونزه حل شي:

((له کومې ورځې چې د پاکستان قونسلګري بنده شوه، زموږ د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له سفارت سره خبرې وکړې، وروسته له هغې چې د ننګرهار د خلکو د عزت، شرف او ابرو لپاره چې موږ کوم شرایط لرل، هغه قبول شول، تقسیم اوقات او د کونسلګرۍ نه دباندې د خلکو نظم او امنیت زموږ مسوولیت وو، هغه په شفاهي ډول ومنل شول. د هغوی لخوا نه اسرار دا وو چې څومره زر وي باید دا کار شروع شي. خو متاسفانه نن د کونسلګرۍ چارواکو وویل چې دوی ته د سفارت لخوا رسمي احوال نه دی ورکړل شوی. موږ دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت سره شريکه کړې، هغوی يې تعقیبوي.))

پاکستان د روان میلادي کال د اګست په نهه ویشتمه نېټه په جلال اباد کې خپله کونسلګري په دې بابت وتړله چې ګوندې د ننګرهار چارواکي يې په چارو کې لاسوهنه کوي، خو د ننګرهار والي حیات الله حيات وايي چې دوی له قونسلګرۍ نه بهر د وېزو د چارو د ښه تنظیم او شفافیت په موخه اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG