د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: په افغانستان کې به جګړه هېڅکله خصوصي نشي


ولسمشر غني په بلخ کې د وینا پرمهال
ولسمشر غني په بلخ کې د وینا پرمهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اکتوبر پر پینځه مه بلخ ولایت ته په خپل سفر کې ټینګار وکړ چې افغانستان کې به هېڅ کله هم جګړه خصوصي نشي او افغانان به هېڅ چا ته د طبیعي منابعو د استثمار او استعمار اجازه ورنه کړي.

نوموړي وویل:"ناقص او غیر عملي طرحې لکه دا چې راشه جګړه خصوصي کړه او راځه چې د افغانستان طبیعي منابعې استثمار کړه، افغانان فلک ته د خپلو طبیعي منابعو د استثمار اجازه نه ورکوي او جګړه په افغانستان کې په زرو کلونو کې هم نه خصوصي کېږي."

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي جنرالانو او د ولسمشر غني په شمول ګڼو افغان چارواکو د جګړې له خصوصي کولو سره مخالفت ښودلی دی.​

ولسمشر غني تېره اوونۍ په کابل کې د افغانستان د ښاروالانو په درېیم ملي کنفرانس کې وویل چې بهرنیو مرسنريو یا اجیرو پوځيانو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ور نه کړي.

دا مخالفتونه داسې مهال راپورته کېږي چې د بلېک واټر کمپنۍ مشر ایرک پرنس د افغان جګړې د خصوصي کولو په اړه یو ځل بیا خپل طرحه وړاندې کړې ده.

واشنګتن پُسټ وايي، د بلېک واټر موسس ایریک پرنس په دې وروستیو کې کابل ته د خپل سفر پرمهال په دې اړه د ولسمشر غني د ادارې دننه او بهر له با نفوذه سیاستوالو سره خبرې هم کړي.

محمد اشرف غني مزارشریف کې د ولادي او نسايي یو ۳۶۰ بستریز حوزوي روغتون ګټې اخیستنې ته هم وسپاره.

غني د بلخ له والي اسحاق رهګذر او په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مشر تابه سره یوې امنیتي غونډه ته حاضر شو او په ترڅ کې یې په شمالي ولایتونو د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې پر دوام او شدت تاکید وکړ.

ولسمشر غني په بلخ کې د ۳۶۰بستریز روغتون د پرانیستې پرمهال
ولسمشر غني په بلخ کې د ۳۶۰بستریز روغتون د پرانیستې پرمهال

افغان ولسمشر د بلخ له مدني فعالانو، ځوانانو او د پوهنتون له محصلینو سره هم وکتل او د یادې غونډې په ترڅ کې یې په بلخ ولایت کې پر اقتصادي پرمختګ هم خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې تر راتلونکو دوو کلونو به بلخ د رېل پټلۍ له لارې د هرات له ولایت څخه وصل شي او د ورېښمو لارې د بیا احیا لپاره هڅې دوام لري.

محمد اشرف غني په افغانستان کې حاکم اداري نظام افغانانو ته د نه منلو وباله او وویل چې د ۱۹ پړۍ څخه په الهام د افغانستان اداري بنسټونو کې بروکراسي یا کاغذ پرانۍ دوام لري چې یاده مسئله په هېواد کې فساد ته لمن وهي.

ولسمشر غني په بلخ کې د حیرتان بندر د فعالیت د ښه ترسره کېدو په خاطر محلي ادارې ته امر وکړ چې په یاد بندر کې چارې باید بررسي کړي او د حیرتان بندر له تجارتي موقیعت څخه په استفادې هر کال د ۵۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت چین ته د مرمر تېږو د صادراتو زمینه هواره کړي.

غني وویل، افغانستان کولای شي د حیرتان بندر له لارې له بلخه ، قزاقستان، روسیې او چین ته د کال څلور میلیاردو ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره کړي.

محمد اشرف غني په هېواد کې په ځانګړي ډول بلخ ولایت کې د طبیعي اوبو د کنټرول په اړه خبرې وکړې او وویل چې تر راتلونکو درېیو میاشتو د امو دریا د سواحلو د تحکیم چارې پيلېږي.

هغه وویل:

"د آمو سیند د سواحلو مدیریت په اړه له څو سوه کلونو تخریب وروسته موږ دې ته نږدې شوو چې د آمو سیند د تخریب د مخنیوي لپاره دوه دوام داره حل لاره پيدا کړو او تر دریو راتلونکو میاشتو به پيل شي."

بلخ ته د ولسمشر غني دا سفر د دوه ورځو لپاره دی او په پام کې ده چې د دوه لویو عام المنفعه پروژو د ګټه سپارلو ترڅنګ د دې ولایت له سپینږیرو، علماو او ولایتي شورا له استازو سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG