د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې پاکستانۍ کونسلګرۍ د وېزو ورکولو کار پیل کړ


په ننګرهار کې خلکو د پاکستان کونسلګرۍ مخې د وېزو اخیسلو لپاره په قطارونو ولارې دي.
په ننګرهار کې خلکو د پاکستان کونسلګرۍ مخې د وېزو اخیسلو لپاره په قطارونو ولارې دي.

د اګست پر ۲۹ نېټه په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ پاکستاني چارواکو په دې خاطر وتړله، چې ګوندې د ننګرهار ولایتي اداره يې په چارو کې لاسوهنه کوي، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د پاکستان سفارت له هوکړې وروسته د اکتوبر پر نهمه په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ بېرته پرانستل شوه او د وېزو د ورکولو کار يې پيل کړ.

د څه باندې يوې مياشتې ځنډ وروسته په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ نن دوشنبه يو ځل بيا افغانانو ته د وېزې د ورکولو کار پیل کړ.

د وېزو په اخيستلو کې د ننګرهار ولایتي اداره د يوه میکانیزم له مخې د ولسواليو په تناسب جدول جوړ کړی چې وېزه اخیستونکي سراج العمارت بڼ ته راوغواړي، د وېزو د اخيستو نمبر ورکوي او له هغې وروسته کونسلګرۍ ته ورځي او خپل نمبر ته په کتار کې درېږي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي وايي چې وېزه اخيستوونکو ته د اسانتیا په پار ولایتي ادارې دوه ګروپونه تنظیم کړي چې يو يې په سراج العمارت بڼ کې او بل يې له کونسلګرۍ نه بهر وېزه اخیستوونکي په کتارونو کې تنظميوي.

سراج العمارت بڼ ته هغو ولسوالیو سلګونه کسان په کتارونو کې ولاړ ول چې په دوشنبه يې د وېزې اخیستلو نمبر و.

یو تن چې د ویني د کمښت په ناروغۍ اخته دی او د وېزې اخیستلو لپاره بڼ ته ورغلی مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( زما نوم سید خاطر شاه دی. مریض يم او په پېښور کې د شوکت خانم روغتون کې علاج کوم. کونسلګري چې بنده وه، یوازې ما ته نه چې ډېرو خلکو ته مشکلات وو. دا چې موږ په هر لحاظ باندې متجاجه یوو، رغېدن مو نه کېږي، پاکستان زموږ ګاونډي ملک دی، زما خپله د روغتون په کارت کې لسم تاریخ دی، که چېرې مو يو ورځ نور هم وځنډوي، نو بیا روغتون ما ته د دې میاشتې نمبر نه راکوي.))

​پخوا به د کونسلګرۍ په شاوخوا کې کمېشنکارانو د پيسو او واسطو په بدل کې خلکو ته وېزې لګولې چې دې چار ولایتي اداره مجبوره کړه چې د وېزو لپاره يو میکانیزم جوړ کړي، اوس چې د همدې میکانیزم له مخې د ولسواليو په کچه خلک وېزې اخیستو ته راغلي ول، د ولایتي ادارې له دغې کړنې خوشاله ول. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

((لیاقت مې نوم دی. نن زه ډېر خوشاله یم چې د پاکستان کونسلګري خلاصه شوه. دا په دې خاطر چې زموږ ډېر زیات مجبوریتونه دي، زه ناروغ لرم، غواړم چې وېزې واخلو او خپل ناروغ پېښور ته يوسم.))

(( زما نوم نصیر احمد دی، ښه وشوه چې د پاکستان کونسلګري خلاصه شوه. اوس کار ښه منظم روان دی، ډېر ښه کار وشو. په نمبر معامله روانه ده. کمیشنکاران ختم شوي اوس ښه سُر کې کار روان دی.))

​د ننګرهار د ولایتي ادارې د جوړ کړي جدول له مخې به د هرې یکشنبې په ورځ د پکتیا، خوست، غزني، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو تذکره لرونکو ته وېزې ورکول کېږي. د هرې دوشنبې په ورځ به روداتو، پچيرواګام، چپرهار، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو تذکره لرونکو او کوچیانو ته وېزې ورکول کېږي.

د هرې سېشنبې په ورځ به هسکې مېنې، کوټ، غنی خېلو، اچین، دور بابا او نازیانو ولسواليو تذکره لرونکو ته وېزې ورکوي.

په چارشنبه به د بټي کوټ، دره نور، کامې، خېوې، ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسواليو تذکره لرونکو ته وېزې ورکوي او د هرې پنجشنبې په ورځ به د جلال اباد ښار په ګډون د سره رود او بهسودو ولسواليو تذکره لرونکو ته وېزې ورکوي.

XS
SM
MD
LG