د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر بڼوال او بزګران د ممیزو د خونو د ډېریدو غوښتنه کوي


په لوګر کې د ممیزو پېداوار.

د لوګر یو شمېر بڼوال او بزګر وايي، چې د افغان حکومت لخوا دوی ته پدې وروستیو کې د ممیزو یو شمېر خونې جوړې شوي چې پدې سره يې د انګورو ضایعات لږ شوي او اقتصادي يې ورسره ښه شوی دی.

دوی زیاتوي، پخوا به يې د انګورو د حاصلاتو یوې برخې زیان لیده او یا به پداسې بیه خرڅيدل، چې ګټه به يې نه وه، خو که اوس يې د ممیزو په خونو کې وساتي او ممیز ورڅخه جوړ کړي، نو بازار کې په ښه بیه خرڅیږي.

د لوګر بڼوال او بزګران وايي، دا چې په یاد ولایت انګورو حاصلات ډېر وي، نو افغان حکومت دې، دوی لپاره د ممیزو خونې ډېرې کړي.

که څه هم تېر کال د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د کرنې ریاست په چوکاټ کې بزګرانو او بڼوالو لپاره ۸۹ د ممیزو خونې جوړې شوي، خو د یاد ولایت بزګران وايي چې په لوګر کې د انګورو حاصلاتو ته په کتو د ممیزو دا خونې ډېرې لږې دي.

د لوګر د مرکز پل علم یو تن بڼوال سمیع الله مشال راډیو ته وايي د ممیزو خونو هلته ښه نتیجه ورکړې او پدې سره نه یوازې د انګورو د خرابیدو او یا په لږه بیه د خرڅولو مخه نیول شوې، بلکې هغه ممیز چې پدې کشمش خانو کې جوړیږي، په بازار کې په ښه بیه خرڅیږي.

د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې هره جوړه شوې کشمش خانه د ۸ ټنه انګورو د وچولو ظرفیت لري.

د دوی په وینا چې، د جوړو شوو ۸۹ کشمش خانو څخه دوه په خوښۍ، ۱۰ په څرخ ولسوالۍ او پاتې نورې په مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ کې جوړې شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی قریب الله سادات وايي، د ممیزو د خونو د جوړولو ډېره اړتیا په څرخ ولسوالۍ کې ده، ځکه هلته د انګورو حاصلات تر نورو سیمو ډېر دي.

دی وايي، پدې نوي سیستم چې د ممیزو خونې جوړیږي، انګور د خوندیتوب او اقتصادي اړخه ډاډمن وي او له بلې خوا کرنه هم ورسره وده کوي.

د کرنې د سکټور یو تن فني کارکوونکی نسیم الدین بهیج وايي، چې په لوګر کې د بزګرانو او بڼوالو لخوا د ممیزو د خونو د جوړولو غوښتنه ډېره ده او باید حکومت ورته پاملرنه وکړي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزی هم غوښتنه کوي، چې افغان حکومت دې په یاد ولایت کې د ممیزو د خونو جوړول ډېر کړي:

((په لوګر کې د ممیزو خونو جوړول ډېر مهم تاثیرات لري، دا د بزګرانو لپاره مهم کار دی، چې د کرنې ریاست او وزارت ورته کړی دی، سږ کال لپاره چې څومره د ممیزو خونو جوړول چې منظور شوي ښه دي، خو زموږ غوښتنه داده چې باید ډېر جوړ شي.))

بلخوا د لوګر د کرنې رييس د بڼوالو او بزګرانو غوښتنې پر ځای بولي او وايي، چې سږ کال به ۱۲۲ د ممیزو نورې خونې هم جوړې کړي.

د کرنې رييس محمد دین مومند وویل:

((په تېرو کلونو کې هم بڼوالو ته د ممیزو یو تعداد خونې جوړې شوي دي، لدې سربیره سږ کال موږه د هندوستان په مالي مرسته باندې ۱۲۲ کشمش خانې لرو، چې د څرخ په ولسوالۍ، مرکز او محمداغې په ولسوالیو کې به جوړیږي، د دوی قراردادونه امضاء شوي او ډېر ژر به يې کارونه عملاً په ساحو کې پیل شي.))

یاده دې وي، لوګر د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د انګورو پیدوار په کې ډېر دی، د لوګر انګور د خپل ښه خوند او کیفیت له کبله ډېر مینه وال لري، خو نباتي ناروغی او مرضونه، د سړو او ممیزو خونو نشتون یا لږوالۍ د دې سبب شوی، چې د لوګر د انګورو د حاصلاتو یوه برخه زیانمنه شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید څلورم تلين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG