د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښته دوام لري


د کونړ کډوال.
د کونړ کډوال.

د افغانستان د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او د داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د کونړ وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او د داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د وټه پور په څپرې کې د داعش یا اسلامي دولت او اسلامي امارت د جنګیالیو ترمنځ د تیرې چارشنبې پر ماسپښین پیل شوې وه چې د پنخشنبې تر ماښامه یې دوام درلوده چې اوس هم هلته دواړو ډلو یو بل ته سنګرونه نیولي او هره شېبه د نوې جګړې د پيل کېدو ویره شته دی.

په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند محمد هارون یوسفزي مشال راډیو ته د اسلامي دولت او اسلامي امارت ترمنځ د شوې جګړې د مرګژوبلو په اړه وویل:

"څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپیان دي. او د داعش درې تنه وژل شوي او څلور يې ټپیان دي. په دغه جګړه کې یوه ماشومه وژل شوې او یو ماشوم ټپي دی."

له سیمې راکډه شوې خلک وايي، د جګړې له کبله ترې ډک کورونه پاتې شوې او دوی یوازې خپل سرونه راویستلي دي.

دوه تنو مشال رادیو ته وویل، زما نوم سعد محمد دی له کور مو هېڅ شي نه دېراویستلی یوازي خپل سرونه او ماشومان او یو نیم څاروي مو راویستلي نور مو ډک کورونه پرې ایښې دي.

زما نوم اسماعیل دی او د څپرې اوسیدونکی یم، درې ورځې کېږي چې له خپلو کورونو راوتلي یو د ماشومانو او ښځو جامې او هرڅه رانه پاتې دي.

نوموړي وايي، موږ د یو بل له حاله نه یو خبر بد حالت و.

راکډه شوې خلک له حکومت د مرستو غوښتنه کوې،له موږ سره تراوسه هېچا مرسته نه ده کړې ،موږ چې له خپلو کورونو راوتلي یو در په در خاورې پر سر ګرځو ،دلته هم داسې کورونه نشته چې پکې زیات کسان ځای شي.هر چا د خپلې کورنۍ په اندازه کورونه او کوټې جوړې کړي دي.

په کونړ کې له بېړنیو پېښو سره د مبارزې مشر حاجي غلام علي ثبات وايي، دوی د بېکوره شویو کورنیو دکره شمېر معلومولو لپاره د سروې ډلې ټاکلې دي.

نوموړي وايي،د تېرې پنجشنبې ورځې د ماسپښین پورې ۱۷۳ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې او د وټه پور ولسوالۍ نورو سیمو ته یې ځانونه رسولي دي.

هرې کورنۍ ته به پي یو ای ایم ای موسسه ۱۸۰۰۰ افغانۍ نقدي ورکوي او سره میاشت به هغو سیمو ته ځي چې چیرته امنیت نه وي.

ده وویل ،موږ چمتوالی لرو خو مرستې کمې دي .له مرکزې حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستو د رالیږلو غوښتنه کوو.

په کونړ کې د اسلامي دولت او اسلامي امارت ترمنځ دا لومړۍ جګړه نه ده بلکې له دې وړاندې د چپې درې او د ماڼوګې ولسوالۍ به کلایګل او په شوړیک کې هم جګړې شوي چې پکې دواړو خواو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

تراوسه دواړو وسله والو ډلو د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي

راپور : روح الله انوري

XS
SM
MD
LG