د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې ځانمرګي برید د یوه کاندید په ګډون اته تنه وژلي


د هلمند نقشه
د هلمند نقشه

د افغانستان په هلمند ولايت کې یوه ځانمرګي برید د راتلونکیو پارلماني ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه اووه تنه پلویان وژلي دي.

بريد نن د ولايت په مرکز لښګرکاه ښار کې د صالح محمد اڅکزي پر ټاکنيز دفتر وشو. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل چې په دغه بريد کې ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس، د هلمند د ولایتي شورا د مشر عطاالله افغان په حواله ویلي چې صالح محمد اڅکزی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.

تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه‌ ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG